د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر له پاکستان میشتو پښتنو سیاستوالو سره ولیدل


افغان ولسمشر اشرف غني (پخوانی عکس)
افغان ولسمشر اشرف غني (پخوانی عکس)

د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان د یو شمېر سیاسي ګوندونو له مشرانو سره لیده کاته وکړل.

پراګ: د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان د یو شمېر سیاسي ګوندونو له مشرانو سره لیده کاته وکړل.

د جمعې په ماښام له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې وویل شو چې افغان ولسمشر اشرف غني د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له مشر محمود خان اڅکزي ، د قومي وطن پارټۍ له مشر آفتاب احمد خان شېرپاو اوله عوامي نشنل ګوند سره اړه لرونکي سنېټر افراسیاب خټک سره د جمعې په غرمه ولیدل.

خبرپاڼه لیکي چې په دې لیدو کتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو د پیاوړتیا، د امنيتي حالت د ښه والي، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې او د افغان کډوالو د ستونزو د له منځه وړلو لپاره پر ګډو هڅو بحث وشو.

د خبرپاڼې په لیکنه ، دې مشرانو وویل چې دواړه هېوادونه له ګډو ستونزو سره مخامخ دي او د دغو ستونزو د هوارولو لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ هڅو ته اړتیا ده.

پاکستان مېشتو پښتنو سیاستوالو افغان ولسمشر ته ویلي چې د ترهګرۍ پر ‌وړاندې مبارزه کې اوس د ډېورنډ له کرښې ها خوا په ليدلوري کې بدلون ليدل کېږي.

د دوی په وینا ، خلک دې باور ته رسېدلي دي چې ترهګري ښه او بد نه لري او دغه پديده یوازې د دواړو هېوادونو لپاره نه بلکې د سيمې او نړۍ لپاره هم ګواښ دی.

خبرپاڼه لیکي چې افغان ولسمشر اشرف غني دې مشرانو ته وویل چې خپلو ګډو مشورو اوګامونو ته به دوام ورکوو او هڅه به وکړو چې په هره کچه د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ اړيکې ټينګې او پیاوړې کړو.

ولسمشر غني په ټينګار سره وویل چې د یادو ستونزو هواری به وخت واخلي او په دې برخه کې به ډېر خنډونه موجود وي خو د ده په وینا ، د حل لپاره يې د افغانستان نوی حکومت ژمن دی.

پر دې مهال د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی ، اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، یو شمېر جهادي او سیاسي شخصيتونه او د ملي شورا ځينې غړي هم موجود وو.

XS
SM
MD
LG