په کراچۍ ښار کې د اتوار په ماښام د عوامي نېشنل ګوند یو سیمه ایز مشر وسله والو وژلی دی.
د پاکستان حکومت د تېرې دسمبر میاشتې بر شپاړسمه نېټه د پېښور پر ارمي پبلک سکول د وسله والو طالبانو تر برید وروسته نه یوازې د مرګ له سزاګانو ځنډ لرې کړ بلکې پر ترهګر یې د مقدمو لپاره د پوځي عدالتونو د جوړولو په هڅو هم پیل کړی دی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثارعلي خان وايي د حکومت لخوا ځانګړي عدالتونه به د ترهګرو د محاکمه کولو لپاره وي، دا به د مدرسو ، سیاست والو ، خبریالانو ، ولسي وګړو او تجارانو پرضد نه استعمالیږي.
هندوستان وايي هغه پاکستانۍ کشتۍ چې د هندوستان پر خوا روانه او چاوديدونکو موادو ډکه، چاودلی او له منځه تللې. د چارواکو په خبره دوی کوشش وکړه چې دا کشتۍ ودروي خو کشتۍ کې چاودنه او پکې سپاره کسان هم ووژل شول.
افغان چارواکي وايي د پاکستان وزيراعظم ورته ډاډ ورکړی چې له خيبر پښتونخوا څخه به افغان کډوال په زور نه ويستل کيږي او په دي اړه د يادې صوبې د وزيراعلی بيان د مرکزي حکومت دريځ نه دی.
د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې به د پوځي عدالتونو د جوړېدو په اړه پر وړاندې شوو بيلونو به د دوشنبې يا ګل په ورځ بحث کيږي. چارواکي وايي پوځي عدالتونه د ترهرګرۍ سره د مبارزې لپاره ضرور دي خو د بشري حقونو ادارې پرې نيوکې کوي.
بلوچستان کې له ۲۰۰۸م کال راهیسې د بلوڅانو خراب شويو مړيو موندلو لړۍ پېل شوې، چې د ډېری بلوڅ ملتپالو په خبره د پاکستان استخبارات يې وژني، د پاکستان استخبارات یې تورونه ردوي.
په ۲۰۱۴م کال د کراچۍ پر پولیسو موټر بم حملې او ریموټ کنټرول چاودنې شوي دي ،خو تر ټولو زیات زیانونه د وسله والو لخوا د ډزو په نتیجه کې مخې ته راغلي دي.
د پېښور مرکزي زندان يوه تن چارواکې د نوم و غږ نه خپرولو په شرط ازادۍ راډيوته وويل، چې دوى نيازمحمد د چهارشنبې په ورځ ګهیځ مهال په دار کړ.
خوا چاودنې زیاتې وې او اوس امنیتي سرتیري (اېف-سي) هر ځای ګمارل شوي دي. زموږ په نوي کلي کې اېف-سي ګزمې کوي.
د سرکاري چارواکو په وينا، وسله والو ترهګرو په دې سيمه کې له تېرو پېنځو کلونو راهيسې نزدې ٦٠ ښوونځي سوځولي دي.
د پاکستان حکومت د پېښور پر ارمي پپلک سکول تر وسله وال خونړي برید وروسته پرېکړه کړېده چې پر ترهګرو به د مقدمو چلونو لپاره ځانګړي پوځي عدالتونه جوړوي.
نور وښیئ