د لاسرسي ځای

تازه خبر

"۲۱م اییني ترمیم د پاکستان ولس حقونه تر پښو لاندې کوي"

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د خیبر پښتونخوا څانګې مشر او قانون پوه شېر محمد وايي، د پاکستان په ایین کې ۲۱م ترمیم د ولس بنیادي حقونه غصبوي.

د چارشنبې پر ورځ له مشال راډیو سره د ځانګړې مرکې پر مهال نوموړي وویل، ۲۱م او ۲۲م اییني ترمیمونه د پاکستان پوځ واک پراخوي او اوس به پوځ وکولای شي چې د پوځي قانون تر مخه پر ولسي وګړو هم په پوځي عدالتونو کې مقدمې وکړي.

شېر محمد وايي، د وسله والو بریدونو په تور په زندان کې په بندیانو کې هغه هم ول چې تر ځانمرګي برید کولو مخکې نیول شوي ول، دی پوښتنه کوي چې هغه کس چې له ځان پورې یې بم تړلی وي او مرګ ته یې غاړه ایښې وي نو هغه به پوځي عدالت څنګه ووېرولای شي؟

د بشري حقونو کمېسیون مرستیال مشر وايي، د پاکستان سپریم کورټ یا های کورټونه هم تر ترمیمونو وروسته د پوځي عدالتونو په مقدمو کې لاسوهنه نشي کولای.

له قانون پوه شېر محمد څخه مو پوښتنه کړې چې د ۲۱م اییني ترمیم تشریح څنګه کوي؟

د دې پوښتنې او نورو هغو ځوابونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

۲۱م اییني ترمیم د پاکستان ولس بشري حقونه تر پښو لاندې کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:09:19 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

  • انځور سایز

    پامیر ساحل

    پامیر ساحل د ۲۰۱۰ز کال له فبرورۍ څخه د ۲۰۲۶ز کال د مارچ تر پایه له مشال راډيو سره د کار پر مهال د افغانستان، پاکستان، سیمې او نړۍ پر سیاسي، امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو چارو خبریالي کړې ده.

XS
SM
MD
LG