د وفاقي حکومت له مرستې بغیر موږ نه شو چلېدای، شېر پاو
د قامي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېر پاو له مشال راډیو سره د خبرو پر وخت ویلي چې په خیبر پښتونخوا کې له تحریک انصاف سره د دوی شریک حکومت، د پاکستان د وفاقي حکومت له همکارۍ بغیر مسلې نه شي حل کولای. نوموړي د مشال راډيو له خبریال ریاض موساخېل سره نن د اسمبلۍ د غړي په توګه تر سوګند اخیستو مخکې خبرې کړې دي.