له ۲۰۱۴ کال راهیسې چې د عراق د موصل ښار د اسلامي دولت یا داعش ډلې ترکنټرول لاندي وو، دا لومړی ځل دی چې د عراق حکومتي ځواکونه پرون پنجشنبې د دغه ښار هوایي ډګر ته ننوتل.
دا له اسلامي دولت یاد داعش ډلې څخه د موصل ښار د بېرته نیولو عملیاتو یوه برخه ده.
عراقي ځواکونه چې هوایي ملاتړ یې درلود وتوانېدل له جنوبي برخې څخه د موصل هوایې ډګر ته لار ومومي او ظاهراً هلته له مقاومت سره مخامخ شوه.
د عراق د پوځ یوه افسر ډګروال مهدي عباس د پروني پرمختګ په اړه رویټرز خبري اژانس ته وویل:
"د موصل هوایي ډګر اوس زموږ په بشپړ کنټرول کې دی، دغه راز د هغه په شااوخوا سیمه کې د قند د تولید فابریکه هم تصفیه شوې ده."
که څه هم ویل کېږي د دغه هوایي ډګر ډېری ودانۍ له وړاندې ویجاړي شوي او کار نه ترې اخیستل کېږي، خو د څلور میاشتنیو عملیاتو په ترڅ کې په لومړي ځل دغه هوایي ډګر ته د ورننوتل د عراقي ځواکونو لپاره د پام وړ پرمختګ بلل کېږي.
په داسې حال کې چې عراقي ځواکونه لا د موصل د هوایي ډګر شمالي برخو ته نه وو رسېدلي او د ماینونو او نورو چاودېدنکو موادو له کبله په احتیاط پر مخ روان وه چې د اسلامي دولت ډلې له مقاومت سره مخامخ شوه.
په سیمه کې د عراق د پوځ قوماندانۍ وویل، له دې سره هم مهاله چې سرتېرو د هوایي ډګر پر لور پرمختګ وکړ، د ترورېزم ضد خدماتو ځواکونو هوایي ډګر ته څېرمه د غزلاني په نوم پر یوې پوځي اډې برید وکړ.
د دې پوځي اډې او هوایي ډګر په نیولو سره دولتي ځواکونه خپله لار د دجلې رود لوېدیځو سیمو ته پرانیزي.
د موصل ختیځه برخه تېره میاشت له داعش وسله والو تصفیه شوې ده.
د دجلې رود موصل په دوو لوېدیځ او ختیځ برخو ویشي.
د دغه رود ټول پلونه ویجاړ شوي دي.
د امریکا په مشرۍ ایتلاف ځواکونو د هوایي ملاتړ او پوځي سلا مشورو په مرسته د عراق د جګړې په ډګر کې د عراقي ځواکونو د ملاتړ په برخه کې یو اساسي رول لوبولی دی.
د پنجشنبې ورځې په عملیاتو کې هم د جګړې په لومړیو کرښو کې یو شمېر امریکایي پوځي سلاکاران لیدل شوي دي.