د لاسرسي ځای

تازه خبر

د داعش پرضد د ترکيې، روس او امريکا پوځي مشرانو غونډه


دغه غونډه په داسې حال کې شوې چې د امريکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونو اسلامي دولت ,وسله واله ډله له شام څخه شړلې ده.

د ترکيې، امريکا او روس پوځی مشرانو د سېشنبې په ورځ په يوه غونډه کې په شام کې په خپل منځ کې د همکاريو زياتولواو د هغو مختلفو مخالفو ډلو چې د اسلامي دولت وسله والې ډلې پرضد جګړه کوي، په منځ کې د نښتو پر مخنيوي اتفاق کړی دی.

د ترکي په اناتاليا ښار دغه دوه ورځنۍ غونډه به د چارشنبې په ورځ هم دوام ولري.

د ترکي د حولوسي اکر، د امريکا د جوزف ډنفورډ او د روس د واليري جيراسيموف ترمنځ دغه غونډه په داسې حال کې شوې چې د امريکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونو اسلامي دولت ډله له شام څخه شړلې ده.

دغه درې واړه هېوادونه د اسلامي دولت وسله والې ډلې پرضد جګړه کوي خو دوی په شخړه کې د ښکېلو بېلا بېلو وسله والو ډلو ملاتړ ي دي.

په درې اړخيزه خبرو اترو کې پر دې بحث وشو چې څنګه داسې اضافي اقدامات وکړل شي چې تر مخه يې په شام او عراق کې د سختدريځو ډلو پر ضد جګړه موثره شي. ګرګ هيکس

د امريکا له لورې د اسلامي دولت وسله والې ډلې پرضد د جنګېدونکې کردي مليشا ملاتړ هغه څه دي چې ترکي يې مخالفت کوي او په اړه یې لا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتريخوالی پر ځای دی.

د امريکا د ګډو ځواکونو وياند ګرګ هيکس ويلي، په درې اړخيزه خبرو اترو کې پر دې بحث وشو چې څنګه داسې اضافي اقدامات وکړل شي چې تر مخه يې په شام او عراق کې د سختدريځو ډلو پر ضد جګړه موثره شي.

نوموړي په يوه بيان کې ويلي، په غونډه کې ټولو غاړو د شام او عراق امنيتي وضعيت بحث کړ چې هڅه به کوي، په راتلونکې کې د ټولو ترهګرو سازمانونو پر ضد موثره جګړه وکړي او د شخړې کمولو لپاره يې د اضافي ګامونو اخستلو اهميت ته هم کتنه وکړه.

د ترکي لومړي وزير بنالي يلدرمي ويلي، د سېشنبې د ورځې د خبرو هدف په شام کې د ښکيلو هېوادونو ترمنځ همکاري ښه کول وو چې دارنګهپه غلطۍ سره د رامنځ ته کېدونکو نښتو مخه و نيول شي.

XS
SM
MD
LG