د مارچ په ۱۴مه نېټه ترکي پوځ، په خپله یوه اعلامیه کې ویلي، جنګي الوتکو یې د عراق شمال 'کندیل او ګرا' په غرنیو سیمو کې د ناقانونه ګرځول شوې ترکي کارګر ګوند د وسلو زېرمه او پټنځایونه په نښه کړي دي.
دغه اوسنۍ هوايي بمبار ترهغه څو ساعته وروسته ترسره کېږي چې د مارچ په ۱۳مه نېټه ماښام مهال په پلازمېنه انقره کې يوې چاودنې ۳۷ کسان ووژل. د هېواد صحت وزير یې وويل چې د چاودنې ۱۲۰ ټپیان په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي. وزیر مهمت موزیننوګلو په ټيليوژني خبرو کې وویل چې د سختو ټپیانو له ډلې درې نور کسان مړه شول.
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان ويلي دي چې هېواد يې په دې وروستيوو کلونو کې د سيمه ييزې بې ثباتۍ له کبله هدف ګرځېدلی. د نوموړي په خبره، ترهګرې ډلې ځکه ولسي وګړي په نښه کوي چې هغوی د امنيتي ځواکونو پروړاندې په خپله مبارزه کې پاتې راغلي دي.
په انقره کې چاودنه د ګاډو یوې لویې اډې او کاروباري سیمې، کيزيلې ولسوالۍ له یوې څلورلارې سره جوخت په ګووېن پارک کې شوې ده. اين ټي وي خبر ورکړی چې له پارک سره جوخت د بسونو تمځي سره نيزدې دا یو ځانمرګی موټر بمي بريد وو. دمګړۍ هېچا د چاودنې زمه واري نه ده منلې.
د ترکیې کورنیو چارو وزیر ایفکان اله وايي، پلټونکي یې کوټليو معلوماتو ته رسېدلې چې چاودنه چا کړې ده. او زیاتوي چې د مارچ په ۱۴مه یې پلټنې سرته ورسي نو خپاره به یې کړي.
له هغه راهیسې چې ترکیه د اسلامي دولت وسله والو او ترکي کردستان کارګر ګوند له جنګیالیو سره ښکېل ده نو په تېرو پنځو میاشتو کې د انقرې له هغو سیمو سره نژدې چې د وزیر اعظم دفتر، پارلمان، بهرني سفارتونه دي دا دا درېیم هدفي برید دی.
د استرالیا چارواکي وايي، په ترکیې کې د دوی سفیر جېمز لارسن د چاودنې له ځایه ۲۰ میټره لیرې په خپل ګاړي کې سپور وو.