د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون ویلي دي ، په مرکزي اسیا کې د بشري حقونو پر ضد د کارروایانو په بدل کې سخت دریځي لا زیاتیدای شي.
د شاوخوا ټولو رایو له شمېرلو سره سم، د اردغان د انصاف او پرمختګ ګوند (اې کې پي) د ۴۰،۸ فیصده رایو په خپلولو سره له نورو ګوندونو مخکې دی، خو هم دې ګوند د ۲۰۱۱ م کال په پارلېماني انتخاباتو کې ۴۹،۸ فیصده رایې ګټلې وې.
سپينه ماڼۍ وايي د امریکا ولسمشر بارک اوباما او د جرمني وزیر اعظمه انګېلا مېرکل په دې خبره یوه خوله دي چې د روسيې پرضد لګول شوي اقتصادي بندیزونه باید تر هغې په خپل حال وي
د هندوستان او بنګله دېش ترمنځ د سرحدي سيمو د راکړې ورکړې په تړون د دې سيمو په زرګونو خلکو د خوشالۍ څرګندونه کړېده. د دغو يونيم سلو کلیو خلک د صحت او تعليم په څېر بنيادي اسانتياوې نه لري خو اوس به
د فیفا نهه اویا کلن مشر سیپ بلیټر نن د پنځم وار لپاره بیا د واک ترلاسه کولو خواهشمند دی. د نوموړي له اردني شهزاده علي سره سیالي ده.
په امریکا کې د فرانسې سفیر وایي، د نړۍ قدرتونه او ایران به ښایي ونه توانیږي چې تر ټاکلي ضرب الاجل، د جون ترپایه یوه هر اړخیزه اټمي موافقه ترلاسه کړي.
د دغه قانون په عملي کېدو سره به د امریکا کانګرس له ایران سره د تړون څارني تصویب او یا په ممکنه توګه د ردولو واک ولري.
د امريکا ولسمشر بارک اوباما د سېشنبې په ورځ د دې لپاره له خپلو امنيتي سلاکارانو سره وليدل چې عراقي قبايلو ته د روزنو او وسلو ورکولو په اړه خبرې وکړي.
په عراق کې دا شیعه ملېشه سرتېري، د رمادي ښار بیرته نیولو د عملیاتو چمتوالي په ترځ کې هلته راټول شوي دي.
چين ته د لومړي وزیر مودي د سفر په اړه شنونکي باور څرګندوي چې دا به په سوهېلي آسيا کې د اقتصادي پرمختګ په برخه کې مهم رول ولوبوي.
د شمالي کوریا مشرخپل د دفاع وزیرله دې امله چې په یوې پوځي غونډه کې خوب وړی و، د خیانت په جرم اعدام کړی دی.
د یوه هېواد استخباراتي یا جاسوسي ادارې هم کم عقلې نه وي، هغوی چې مالومات خپروي نو یوه وجه یې وي.
نور وښیئ