د لاسرسي ځای

تازه خبر

په منځني اسیا کې د بشري حقونو خرابې وضعې اندیښمن کړی


د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون ویلي دي ، په مرکزي اسیا کې د بشري حقونو پر ضد د کارروایانو په بدل کې سخت دریځي لا زیاتیدای شي.

بانکي مون پرون د ترکمنستان په مرکزعشق اباد کې سيمې ته د خپل پنځه ورځني سفر په پاى کې د يوه نړېوال پوهنتون زده کونکیو ته په وينا کې دغه خبره وکړه.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون په خپله وينا کې وويل چې د پنځو کلونو مخکې په پرتله په منځنۍ اسيا کې اوسنۍ اقتصادي ودې خوشحاله کړى، خو زياته يې کړه چې د بشري حقونو د وضعيت د خرابۍ په باب د خلکو اندېښنې وررسېدلي دي.

بانکي مون په خپلو خبرو کې وويل چې امنيتي ګواښونو؛ په ځانګړې توګه د ترهګرۍ او له تاوتريخوالي ډک افراطيت د زياتېدونکو اندېښنو له کبله ښايي پر بشري حقونو فشارونه زيات شي.

نوموړی زیاتوي ، چې څومره هم دا اختلافات زیاتیږي ،هغه هومره به تشدد او سختدریځې رامینځته کیږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپلو خبرو کې وويل؛ بشري حقونو، په سياست کې ګډون کولو او برابرو فرصتونو ته درناوى نه ورکول يوه خلا ايجادوي.

د ده په خبره د دې خلا زياتېدل له تاوتريخوالي ډک نور افراطيت ته زمينه برابروي.

بانکي مون د ترکمنستان له ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف سره په يوه کنفرانس کې په ترکمنستان کې د بشري حقونو د سابقې د ښه کېدو لپاره د اقداماتو غوښتنه وکړه چې په هغو کې د خپلواکو څارونکو له خوا د زندانونو کتنه هم شامله وي.

ده له عشق اباده وغوښتل چې د بيان ازادي او معلوماتو ته د لاسرسي امکانات برابر کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون تاجکستان؛ قرغزستان، قزاقستان او ازبکستان ته تر سفر وروسته ترکمنستان ته لاړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG