د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا په کارولینا کې د یوه تورپوستي وژنې تاوتریخوالی پارولی دی


که څه هم د شمالي کارولینا په شارلوټ کې ګرځبندیز لګیدلی دی خو لا هم سلګونه کسان د پولیسو له خوا د یوه تورپوستي د وژنې په غبرګون په سړکونو پاتې دي.

د ۴۳ کلن تورپوستي امریکايي کیټ سکاټ وژنې له چارشنبې راهیسې د پولیسو او مظاهره چیانو ترمنځ نښتې زیاتې کړي دي.

د شارلوټ ښاروال ویلي ګرځبندیز د نښتو او لانجو په درېمه شپه د شپې له دوولسنیمو بجو پیل او د سهار تر شپږنیمو بجو روانې وې.

پولیس وايي کیټ سکاټ تر هغه وروسته یوه پولیس وواژه چې د دوی خبرداریو ته یې پام نه کاوه.

خو د کیټ سکاټ کورنۍ ویلي چې له هغه سره وسله بلکې یو کتاب وو.

د سکاټ تر وژل کېدو وروسته د شمالي کارولینا والي پټ مک کروری بیړنی حالت اعلان کړ او د نظم پرځایکولو لپاره یې ملي ګارډ وګمارلو.

د پولیسو او مظاهره چیانو تر منځ لانجې تر هغه وروسته په نښتو او تاوتریخوالي واوښتې چې مظاهره چیانو پر پولیسو کاڼي وارول.

په ډزو کې یو سړی سخت ټپي او بیا په روغتون کې مړ شو او همداراز شپاړلس پولیس افسران ټپیان شول.

په لوړپوړو امریکايي چارواکو سربېره د امریکا د جمهوري ریاست جمهوري د انتخاباتو غوښتونکي کاندید ډونالډ ټرمپ هم د کیټ سکاټ وژنه غندلې او له مظاهره چیانو یې غوښتي چې له تاوتریخوالي لاس واخلي.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په پېنسلوانیا کې خپلې یو ټاکنیزې غونډې ته وویل چې د تورپوستیو او سپینپوستو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی د دغه ډول پېښو سبب جوړېږي.

(د دې تریخجنو مظاهرو اصلي قربانیان یواځې تورپوستي امریکایان دي چې د قانون اطاعت کوي. په دغه سیمو کې ژوند کوي او غواړي چې خپل اولادونه په سوله ییزه فضا کې لوی کړي.)

ټرمپ زیاته کړه د تورپوستو او سپینپوستو ترمنځ د نژادي پیوستون اړټیا ده. اخوا د جمهوري ریاست د انتخاباتو ډیموکراټې کاندیدې هیلري کلنټن په فلوریدا کې وویل چې د شارلوټ پېښې په هغه لیسټ یو بل نوم ور زیات کړ چې تورپوستي د پولیسو له خوا وژل شوي دي او دا کار باید بند شي.

صفي الله ستانکزی

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG