د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نړۍ مشرانو اسراییلي مشر ته پیرزوینې وړاندې کړې


د نړۍ مشرانو اسراییلي مشر ته پیرزوینې وړاندې کړې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:07 0:00

د نړۍ مشرانو اسراییلي مشر ته پیرزوینې وړاندې کړې

شمعون پېرېز د ۹۳ کلونو په عمر د سېپټېمبر پر ۲۸مه نېټه ومړ.

د نړۍ مشران په بیت المقدس کې راټول شوي ول چې د اسراییلو مشر شمعون پېرېز ته پیرزوینې وړاندې کړي. نوموړی د جعې په ورځ د اسراییلو په ملي هدیره "مونټ هرزل" کې په دولتي مراسمو خارو ته وسپارل شو.

له فلسطیانیانو سره د تاریخي سولې تړون پر سر شمعون ته په ۱۹۹۴م کال د امن نوبېل جایزه ورکړل شوه. د اسراییلو لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو پر دې مهال وویل، پېرېز د هیلې میراث شاته پرېښود.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د پېرېز په ستاینه کې وویل چې هغه له ټولو وګړيو سره د برم او درنښت چلند کړی.

پېرېز له یوشمېر هغو اسراییلي سیاستوالو څخه و چې د اسراییلو دولت بنسټکېدو په چارو کې یې لوی لاس درلود او له دې امله، هغه ته د اسراییلو بنسټښوود او د اسراییلو د"پلار" خطاب کېږي.

د شمعون پېرېز یوه همکار ویلي، د جنازې مراسم د هغه د خوښې او غوښتنې پر اساس تنظیم شوي او مړی یې هم د هغه په خوښه پې "مونټ هرزل" کې خاورو ته سپارل کېږي.

شمعون پېرېز په ۱۹۲۳ میلادي کال کې، د وژنیو په ښار کې چې هغه مهال د پولنډ د خاورې برخه وه او اوس په بېلاروس پورې تړلې سیمه ده، د شمعون پرسکي په نوم زیږیدلی و.

د هغه پلار زاړه کورني توکیو پلورل او په ۱۹۳۴ میلادي کال کې له خپلې کورنۍ سره اسراییلو ته کډه شو.

پېرېزپه خپل ژوند کې ۱۰ کتابونه لیکلي چې په زیاتو کې یې د "نوي منځني ختیځ" د جوړېدو په اړه خپل نظر څرګند کړی.

شمعونپېرېزپه ټول منځني ختیځ کې د اقتصادي او فرهنګي اړیکو د پراختیا په مرسته د ثبات د ټینګېدو نظر درلود.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG