د لاسرسي ځای

تازه خبر

زمبابوې کرکټ ډله په سېنشبه لاهور ته رسېږي


په پاکستان کې شپږ کاله وړاندې د نړیوال کرکټ شلېدلې لړۍ بیا لپاره د زمبابوې کرکټ لوبډله د سېشنبې په ورځ لاهور ته رسېدونکې ده.

د پاکستان کرکټ بورډ په وینا چې د زمبابوې کرکټ لوبډلې لپاره پیاوړي امنیتي ګامونه اخیستل شوي دي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د پاکستان کرکټ بورډ ویاند امجد حسین وویل چې سیکیورټي لپاره انتظامات پنجاب صوبې انتظامیې ، پولیس محکمې او استخباراتي ادارو کړی دی.

د ده په وینا د تیرې ورځې پشان نن هم قذافي سټیډیم کې لټون ترسره کېدلو.

''پاکستان کې چې د امنیت کوم مجموعي حالات دی نو د هغې په تناظر کې موږ سیکیورټي انتظامات سخت کړې دې او پولیس او نورو ادارو په ډیره موثره توګه سیکیورټي انتظامات خپل کړې دې . اوس هم زموږ د سټیدیم سرچ اپریشن شوې دې، دا پرون هم شوې وو چې حالات خراب نه شي. د سټیدیم شاه خواه علاقه تړل شوې ده او یو تن ورته هم داسي تلې هم نه شي''

د پاکستان کرکټ بورډ په وینا په وړومبې مرحله کې به دوه ټي ټوینټي یا شل اوریز په دویشتم او څلریشتم مې او بیا به په دویمه مرحله کې په شپږویشتم ، یو کم دیرشم او په یو دیرشم مې ون ډې یا یو ورځنې لوبې وي.

دا ټول میچونه به د لاهور قذافي سټیډیم کې وي.

دا شان به پاکستان خپله جوابي دوره د روان کال په اګست میاشته کې کوي.

یاده دې وې کال ۲۰۰۹ په مارچ میاشته کې پاکستان او سری لنکا ترمینځه په لاهور کې د یو ټیسټ میچ په موقع هاغه وخت په سری لنکا کرکټ لوب ډلې وسله والو لخوا حمله شوې وه کله چې هغې د دریمې ورځې لوبې لپاره میدان ته روان وو.

د دې پیښې نه پس د پاکستان د نړیوال ډلو سره لوبه یو اې اي یا متحده عرب اماراتو کې کیدا.

تیره ورځ د کرکټ نړیوال کونسل د سیکیورټي حالاتو له وجې پاکستان او زمبابوې ترمینځه میچونو لپاره خپل امپایرز او میچ ریفري د لیږلو نه انکار کړې وو او پاکستان ته يې مشوره ورکړې وه چې مقامي امپایرز او ریفري نه دې کار واخیستې شي.

د پاکستان کرکټ بورډ هم تیره ورځ د د مقامي امپایرز او ریفري اعلان وکړو. پدې کې به علیم ډار ، احسن رضا ، شوزب رضا او د زمبابوې رسل ټفن شامل وي.

پاکستان کې نړیوال کرکټ بحالې په اړه د پاکستان کرکټ لوبډلې پخوانې لوبغاړې جاوید میا داد وایې غټه خبره دا ده چې يو ډله پاکستان ته میچونو لپاره راروانه ده.

جاوید میا داد په وینا هیله ده د زمبابوې ټیم چې کله واپس لاړ شي نو هغې به د پاکستان سیکیورټي او د کرکټ مینه والو په اړه نړې ته خپل ښه تجربې وړاندې کوي.

،، دپاکستان حالاتو په اړه جج به هم دا ډله وي چې خپلې تجربې به نړې ته وایې او موږ له دا ښه خبره دا ده چې کم از کم یوه لوب ډله راغله او لوبه کوي او امید کوم چې د بهر ملکونو ډلې دې پاکستان ته راشي کوم چې موږ غواړو چې پاکستان کې خپل کرکټ بحاله شي ،،

د ذکر ده تیره هفته د زمبابوې کرکټ بورډ پاکستان ته خپل راتګ په اړه د پاکستان کرکټ لوبډله خبر کړې وه او ویلې وو چې ورته حکومت لخوا اجازت ترلاسه شوې دې.

د زمبابوې د کرکټ لوبډلې ډلې موجوده کوچ او د د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني کوچ ډیویډ وټ مور د دې دورې په اړه خپل یو پیغام کې ویلې دي چې

ډلې یې ټولې تیاریانې مکمل کړې دي ، موږ پاکستان ته به ځو، پاکستان کې ښه یادونه لرم او دا ضروري ده چې نړیوال کرکټ کې د پاکستان واپسي اوشي.

XS
SM
MD
LG