د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاټا له بې ځایه شوو سره د امریکا مرستې


له مومند ايجنسۍ سره تعلق لرونکې نثار مومند وايي چې نړيوالې ټولنې ته پکار ده چې کله هم د قبايلي سيمو اوسېدونکو لپاره څه امداد رالېږي نو څارنه دې هم کوي

امريکا حکومت به د خوړو نړيوالې ادارې (ډبليو ايف پي) له لارې په پاکستان کې په عارضي توګه بې کوره شويو خلکو ته په وخت د خوراکي توکیو رسولو لپاره د ٢٧ میليونه ډالره مرسته ورکوي.

په پاکستان کې د امريکا سفارتخانې لخوا په جاري شوې يوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې د امريکا نړيوالې پرمختیايي ادارې (يو ايس ايډ) په پاکستان کې مشر ګريګ گویلېب په اسلام آباد کې يوې خبرې غونډې ته وويل چې دا امداد به په پاکستان کې د مشکلاتو ښکار کورونو او خصوصا له قبايلې سيمو په عارضي توګه بې کوره شويو ١٦ لاکه خلکو لپاره د خوراک په مد کې لګېږي.

خپرپاڼه زياتوي چې خبرې غونډې ته د خوراک نړيوالې ادارې ريجنل ډایريکټر ډيوډ کارټرډ وويل چې د امريکا، ډبليو ايف پي او پاکستان حکومت د اشتراک له وجې په ملک کې له قدرتي افتونو او شخړو څخه د ځپل شويو خلکو د ژوند معيار په ښه کېدو دی، او په دې سره په ملک کې امن و استحکام او معاشي ترقي ممکنه شوې ده.

د قبايلي سيمو سره تعلق لرونکي خلک وايي، چې نړيواله ټولنه خو تردې وړاندې هم په میلينونو ډالر حکومت ته د دوی د بحالۍ لپاره ورکړې دي خو افسوس چې دغه پيسې په سمه توګه پر دوی نه لګېږي.

له جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکی خان زېب برکي وايي، چې د نړيوالو ادارو نيغ په نيغه په قبايلي سيمو کې کردار ډير کم وي يا خو دوی د مقامي غير سرکاري ادارو او يا د حکومت په مرسته سره کار کوي غير سرکاري ادارې خو ترڅه حده کار صحيح کوي خو تر څو چې د حکومتي ادارو خبره ده نو دوی نه صرف سامان په وخت نه ورکوي بلکې د هغه سامان معیار هم ښه نه وي،

له مومند ايجنسۍ سره تعلق لرونکې نثار مومند وايي چې نړيوالې ټولنې ته پکار ده چې کله هم د قبايلي سيمو اوسېدونکو لپاره څه امداد رالېږي نو څارنه دې هم کوي.

د قبايلي سيمو د خلکو ګيلې چې کله مشال راډيو له منتخب سېنېټر صالح شاه پر وړاندې کيښودې نو نوموړې وايي، له بهرنۍ نړۍ چې څومره مرستې راځي نو په هغه کې موږ منتخب غړي د پوليټيکل ايجنټ، فاټا سيکریټرېټ او د ګورنر له کرداره مطمین نه يو، ځکه چې دغه امداد د قبايلو په خير ښېګړې نه لګېږي او دا ظلم هم دی چې د قبايلو د وينې په بدل کې چې کومې پيسې راځي هغه په خپل ځای نه لګېږي.

ياده دې وي چې د ٢٠١٠ کال نه تر دې دمه امريکا حکومت په پاکستان کې د غذايي مرستو په مد کې ٧٠٠ میليونه ډالره امداد ورکړي دي.

XS
SM
MD
LG