د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې لږکیان بیا تر خونړیو بریدونو لاندې راغلي


''د پاکستان په دستور کې د اقلیتونو حقونه خوندي دي ــــ خو په ریاستي نظام کې ځني داسې کمزورۍ ده چې له کبله يي دغه حقونه عملي کیږي نه.''

د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې اقلیتونه د مذهبي سخت دریځه ډلو او وسله والو له خوا د بریدونو ښکار دي. د مذهبي اقلیتونو پر ضد د مخ په زیاتېدونکي بریدونو عوامل څه دي؟

څو ورځې وړاندې وسله والو په کراچۍ ښار کې په یو بس ډزې وکړې او د اسماعیلي مسلک سره تړاؤ لرونکي ۴۳ کسان يي ووژل. په اقلیتونو د بریدونو په نتیجه کې ګڼ هزاره ګان، هندوان او عیسایان او د نورو یو شمېر اقلیتونو غړي له هیواده په تېښته هم مجبوره شوي دي.

په پیښور کې د قانوني چارو کارپوه شهاب خټک وايي ـــ د پاکستان په دستور کې د اقلیتونو حقونه خوندي دي ــــ خو په ریاستي نظام کې ځني داسې کمزورۍ ده چې له کبله يي دغه حقونه عملي کیږي نه . شهاب خټک زیاتوي

په کراچۍ کې میشت خبریال او لیکوال علي ارقم بیا وايي ــــ چې د پاکستان د جوړیدو سره سم ځني داسې مذهبي مشران او سیاستمداران د پاکستان په پالیسو غالب شو چې ـــ سخت دریزه وو او غوښتل يي چې د خپلې خوښې مذهبي فکر په خلکو په زور اومني ـــ نوموړې وايي

په اسلام اباد کې میشت د سیاسي چارو کارپوه ایمل خټک وايي ــــ نه خو د سیاسي ګوندونو له خوا او نه د ریاستي ادارو له خوا د اقلیتونو د خوندي کولو لپاره څه ګامونه اخستل کیږي. تراوسه پورې د اقلیتونو او بشري حقونو د خوندي کولو معامله مدني ټولنو اوچته کړیده خو ولې اوس د مدني ټولنې غړي هم د بریدونو ښکار دي. ایمل خټک نور وايي

د مذهبي ازادیو په اړه د امریکه یو نړیوالې ادارې په خپل تازه راپور کې لیکلي دي چې په پاکستان کې د مذهب د ازادۍ صورتحال ډیر خراب دی. او د مذهبي اقلیتونو د تحفظ په اړه د ریاستي ادارو ردعمل مناسب نه دی.

XS
SM
MD
LG