د مۍ د میاشتې په دولسمه نیټه د وزیراعلا پرویز خټک په مشرۍ کې د خېبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ د حکومتي او اپوزیشن ګوندونو غړیو په اسلام آباد کې د پارلیمان مخې ته د مرکزي حکومت خلاف احتجاجي مظاهره وکړه او پکې یې د ځنې نورو مطالبو ترڅنګه په یاده صوبه کې د بجلۍ د لوډشیډنګ کمولو غوښتنه هم وکړه. مرکزي حکومت دغه مظاهرینو ته وېلي چې په غوښتنو به یې مخلصانه غور کوي.
دا چې په خېبر پښتونخوا صوبه کې د بجلۍ پیداوار او لګښت څومره دې؟ اودا وخت ورته مرکزي حکومت څومره بجلي ورکوي؟ په دې هکله ددې صوبې د تعلیم، توانايي او بجلۍ وزیرعاطف خان وايي
[زمونږ صوبه کې خوا اوشا ۴۰۰۰ میګا واټه بجلي جوړیږی، او مونږ ته تقریباً ۲۵۰۰ میګا واټه بجلي پکار ده خو مرکزي حکومت مونږ ته د ۱۵۰۰ میګا واټه نه هم کمه راکوي چې لوجې یې مونږ د لوډ شیډنګ دمسلې سره مخامخ یو. نو ځکه مونږ احتجاج اوکړو اود مرکزي حکومت نه مو دا غوښتنه وکړه چې په خېبرپښتونخوا کې دې د ویش په حساب لوډ شیډنګ کوي، زیاتې دې نه کوي]
بلخوا خېبر پښتونخوا کې د بجلۍ د وېش د ادارې ویاند شوکت افضل وايي چې ټول هېواد د بجلۍ کمي سره مخ دې.
[په ټول پاکستان کې یو شان لوډ شیډنګ دې، خو په کومو سیمو کې چې د بجلۍ غلا او ناجایزه استعمال کیږي او کونډې لګیدلي وي نو هلته مونږ د نور هېواد نه ډېر لوډ شیډنګ کوو. او دا زمونږ موقف دې چې کوم ځایې غلا ډېره وي هلته به لوډ شیډنګ ډېر وي. د پېښور، مردان، مانسهرې او سوات ترڅنګه ځنې نورې داسې سیمې شته چې پکې د بجلۍ غلا کمه ده او خلک بلونه په وخت جمع کوي نو د نورې صوبې په نسبت هلته لوډ شیډنګ کم دې.]
نوموړې زیاتوي خلکو ته هم پکار دي چې د بجلۍ د بې ځایه استعمال او غلا د مخنیوي لپاره د حکومت سره مرسته وکړي.
هلته د واپډا د پخواني مشر شکیل دراني نه مو پوښتلي چې د بجلۍ د پېداوار او ویش په هکله د پاکستان قانون څه وايي؟ او صوبايي حکومت د بجلۍ د لوډ شیډنګ مخنیوې څنګه کولې شي؟
[ په خېبرپښتونخوا کې د مالاکنډ د بجلي ګهر نه علاوه نور بجلي ګهرونه واپډا جوړ کړي او دا د مرکزي حکومت ملکیت دې نو د قانون له مخې یې دې صوبې ته د آمدن څه برخه یعنې راییلټي میلاویږي خو نور به دا په ټول هېواد یو شان ویشل کیږي. اوس صوبه کولې شي چې خپل بجلي ګهرونه جوړ کړي، په دې کې د مُنډې او ورسک ډېمونو باندې ډېر لويي بجلي ګهرونه جوړیدلې شي پکار دي چې صوبايي حکومت دې لپاره هلې ځلې وکړي.]
خو صوبايي وزیر عاطف خان وايي په صوبه کې د اوبو نه د بجلۍ جوړولو لپاره د نړیوالو مالي مرستو ترلاسه کولو په سلسله کې د مرکزي حکومت له اړخه ذمه واري قبلول اولنې شرط وي چې دوي یې د مرکزي حکومت نه غوښتنه کړې او لا هم دهغې د جوابپه انتظار دي.