د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په سوات کې د سخت دریځۍ مخالفو کسانو هدفي وژنې روانې دي"


د امن کمېټۍ د وژل شوي غړي موټر (پخوانی عکس)
د امن کمېټۍ د وژل شوي غړي موټر (پخوانی عکس)

د خيبر پښتونخوا په سوات کې د امن کميټۍ یو بل غړی وژل شوی دی. چارواکي وايې، په تيرو شپږو مياشتو کې د امن کميټۍ ۸ غړي وژل شوي دي.

پراګ: د خيبر پښتونخوا په سوات کې د امن کميټۍ یو بل غړی وژل شوی دی. چارواکي وايې، په تيرو شپږو مياشتو کې د امن کميټۍ ۸ غړي وژل شوي دي.

د سوات د قامي جرګې مخکښ زاهد خان وايي چې په سوات کې تر اوسه د امن کمېټۍ ۱۶۰ غړي وژل شوي دي.

د سوات لويه برخه يو وخت د وسله والو طالبانو په واک کې وه خو په ۲۰۰۹م کال کې پوځ عمليات وکړل او سيمه يې بيرته په واک کې واخسته.

که څه هم ځايې خلک تر ډيره حده له امنيته ډاډمن دي خو وايې چې هدفي وژنې اوس هم دوام لري.

عبدالحي کاکړ په دې اړه د سوات قامي جرګې له وياند احمد شاه سره مرکه کړې او له هغه يې پوښتلي چې دوی له امنيته څومري ډاډمن دي؟

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:06:10 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG