د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران او هند چابهار بندر تړون د افغانستان په ګټه دی


هند غواړي چې د لس کلونو په مخه په چابهار کې دوه لنګرځایونه اجاره کړي. پردې بندربه څه باندې ۸۵ میلیونه ډالر مصرف شي.

هند او ایران د چابهاربندر پر جوړیدو موافقه وکړه. له دې سره به افغانستان له هند سره د اوبو له لارې وتړل شي. تېره ورځ په تهران کې د هند د ترانسپورت وزیر نیتین ګدکاري د ایران له ټرانسپورټ وزیر عباس احمد اخوندي سره دغه تړون لاسلیک کړ.

د چابهاربندر پر پراخېدو به څه باندې پنځه اتیا میلیونه ډالر لګښت راځي. له دې سره به د هند سامانونه افغانستان ته او او د هند منډيانو ته د افغانستان مېوې او نور محصولات ورسېږي. او دغه ډول به د ایران چابهار بندر نه یوازې د افغانستان لپاره ګټور شي بلکې له دې سره به د منځنۍ اسیاء هېوادونه هم وتړل شي.

رویټرز خبري اژانس لیکي، د هند ټرانسپورټ وزیر نیتین ګد کاري وویل، چابهار بندر پر یوه ډېر ستراتیژیک او مهم ځای پروت دی او د دغه بندر پر وړتیا او ارزښت یې ټینګار وکړ.

د افغانستان سوداګرۍ خونو مرستیال خان جان الکوزي له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وویل، چې دا تړون د افغانانو لپاره ډېر ګټور دی:

« د ایران او هند تر منځ د چابهار بندر تړون زموږ لپاره خاص اهمیت لري، یو له وابستګۍ خلاصیږو، له احتیاجۍ خلاصیږو او لاره مو لنډیږي، په ډیر سهولت به زموږ تازه میوې او سبزيجات د هند بازارونو ته ورسېږي»

خان جان الکوزي زیاته کړه چې د چابهارد بندر تړون د درېیواړو هېوادو لپاره ډیرارزښت لري.

″د افغانستان لپاره دا اهمیت لري چې د اوسپنې د پټلۍ سیستم هم په نظر کې دی چې تر نیمروز پورې به را رسیږي او بیا به دا له مرکزي اسیا سره له اقینې بندر سره وصل کیږي.

په دې کې به افغانستان دا ګټه هم وکړي چې د افغانانو لپاره به کار پیدا شي او هندوستان د حاجي ګک په کان کې د پانګونې تړون لاسلیک کړی دی او دلته په میلیونونو ټنه اوسپنه ده چې د دې اوسپنې انتقال به هم د چابهار له لارې هم د افغانستان په ګټه وي او هم د هند.″

د هند ترانسپورت وزیر نیتین ګدکاري تیره ورځ په تهران کې له ایراني چارواکو سره د چابهار د بندر په اړه اوږدې خبرې وکړې، بیا یې وروسته له سلا مشورو د ایران له ترانسپورت وزیرعباس احمد اخندي سره دا تړون لاسلیک کړ.

د ایران ولسمشرحسن روحاني له ګدکاري سره د خبرو پرمهال وویل، د ایران په جنوب ختیځ کې د چابهار د بندرله تړون سره به د دواړو هېوادو ترمنځ د اړیکو نوی باب پرانیستل شي.

هند غواړي چې د لس کلونو په اوږدو کې په چابهار کې دوه لنګرځایونه اجاره کړي. پردې بندربه څه باندې ۸۵ میلیونه ډالر مصرف شي.

افغان سوداګرو به پخوا هم چې کله پاکستان د کراچۍ له لارې دوی ته ستونزې جوړولې د ایران د عباس بندرله لارې خپل مالونه افغانستان ته راوړل خو خان جان الکوزی وایي چې د عباس بندر په تناسب چابهارد افغانانو لپاره ډیر ګټور دی:

″د عباس بندر په نسبت چابهار له اتو سو تر زرو کیلومترو پورې موږ ته نژدې دی او بل لور ته نیمروز، کندهار، کابل او د مرکزي افغانستان ته نژدی دی، نو د همدې لپاره موږ ته خاص اهمیت لري.″

افغانستان له پاکستان سره په وروستیو کې موافقه وکړه چې افغان مالونه به د واګې بندرله لارې هند ته ځي او له اسلام اباده یې وغوښتل چې افغان سوداګرو ته اجازه ورکړي چې له هنده بیرته افغانستان ته واردات وکړي خو پاکستان پر دې موافقې عمل نه دی کړی.

د چاه بهار د بندر له تړون سره د خان جان الکوزي په وینا افغانستان له دغه مجبوریته خلاصیږي چې د اوس لپاره یې پاکستان ته د تجارت په برخه کې لري

XS
SM
MD
LG