د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ښرنه کې بندیانو ته ښوونه ورکول کېږي


د ښرنې په زندان کې یو تن بندي چې د دولسم ټولګي زده کوونکی دی وايي، چې دا فرصت په دې ښه دی، چې د ښوونځي ازموینه به همدلته ورکړي او د بند تر خلاصیدو وروسته به د کانکور ازموینې ته برابر وي

حقوق پوهان وايي، چې د اوسني عصر زندانونه د بندیانو د وهلو ټکولو، شکنجې او ځورونې ځایونه نه دي، بلکې د محبوسینو له پاره د روزنې او تربیت ځایونه دي، تر څو محبوسین د بند د مودې تر تېرولو وروسته د سالمو افرادو په توګه خپلې ټولنې ته ستانه شي، په همدې موخه د پکتیکا د ښرنې په محبس کې د یاد ولایت د پوهنې ریاست چارواکو د بندیانو له پاره د ښوونځي د لوستونو او سواد زده کړې زمینه برابره کړې ده.

د پکتیکا د پوهنې رئیس کوچي ځاځي مشال راډیو ته وویل، چې د ښرنې په محبس کې يې هغو زندانیانو له پاره چې د زده کړې لیوالتیا لري، د سواد زده کړې ټولګي جوړ کړي او د ښوونځیو زده کوونکو ته يې هم په محبس کې د زده کړو د دوام زمینه برابره کړې ده:

((موږ د پکتیکا په زندان کې د بندیانو له پاره مختلف صنفونه جوړ کړي دي، تر څو پورې هغه څوک چې زندان ته ځي او وروسته کله چې له زندانه راوځي، یو سالم انسان او د تعلیم او تربیې په ګاڼه سمبال انسان ورڅخه جوړ وي، مختلف قسمه صنفونه دول له پاره موږ جوړ کړي دي.))

د ښرنې په زندان کې یو تن بندي چې د دولسم ټولګي زده کوونکی دی وايي، چې دا فرصت په دې ښه دی، چې د ښوونځي ازموینه به همدلته ورکړي او د بند تر خلاصیدو وروسته به د کانکور ازموینې ته برابر وي:

((زه محمداسلام افګار د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې اوسیدونکی د حاجي محمد نعیم زوی د ملیوالو د کلي اوسیدونکی یم، زه په خپله د علي بابا په لیسه کې د دولسم صنف زده کوونکی وم، تیر کال د څلور میاشتنۍ ازموینې په اوله ورځ د ښرنې د اربکیانو له خوا ونیول شوم او اوس محکمې دوه کاله قید راکړی دی، دا فرصت ځکه ښه دی که زه دوه کاله په بند کې تېروم، بیا دوولسم صنف وایم او بیا د پوهنتون د کانکور ازموینه ورکوم نو پر موږ ډېر وخت تیریږي، که ښوونځی همدلته تکمیل کړو، نو چې هر وخت خلاص شو، یوازې به د کانکور ازموینه ورکړو.))

یو بل تن زده کوونکی هم چې د پکتیکا د ښرنې په جیل کې بندی دی، په محبس کې د زده کړو فرصتونو ته خوشاله دی او د پوهنې ریاست دا اقدام ستايي:

((زما نوم عارف الله دی، د مرکز ښرنې د خواجه خېلو د کلي اوسیدونکی یم، اوسمهال دلته د بند شپې تېروم، متعلم هم یم او حفظ هم کوم، پنځه سپارې حفظ مې کړی دی، د لسم صنف سږ کال امتحان ورکوم او یوولسم ته ځم، له معارف نه په دې شکر ګزاره یو، چې موږ ته يې درسي کتابونه او درسي توکي رسولې دي.))

د پکتیکا د مرکز ښرنې د محبس امر میرسردار تڼی وايي، چې د پوهنې ریاست په محبس کې د بندیانو زده کوونکو له پاره د زده کړو ډېر ښه امکانات برابر کړي دي:

((د پوهنې ریاست د محبس د شاګردانو له پاره د زده کړو ډېره ښه زمینه مساعده کړې ده، محبس سره دوی د درسي کتابونو او قرطاسیې په باب کمکونه کړي دي، موږ يې ډېره قدرداني کوو.))

د یادونې وړ ده د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې په محبس کې خواوشاه دونیم سوه بندیان دي، چې ډېره برخه یې ځوانان جوړوي، د دې له پاره چې قیدیان د زندان د دورې وروسته د ټولنې د سالمو افرادو او روزل شویو کسانو په توګه ټولنې ته ستانه شي، د دوی له پاره د زده کړو فرصتونه یو ښه او پر ځای اقدام ګڼل کیږي

XS
SM
MD
LG