د عوامي ورکرز ګوند تر سیوري لاندې لسګونو مزدورانو د اګست پر ۲۳مه د بلوچستان په مرکز کوټه کې د پریس کلب مخې ته مظاهره وکړه.
حبيب طاهر وايي په ټوله صوبه او په ځانګړې توګه په بلوڅ مېشتو سيمو کې پر ازادانه حرکت او راغونډېدو بنديزونه دي. دلته خبريالان هم ډېر اغېزمن شوي دي او پر هغوی بنديزونه دي او په ازاده توګه خپل کار نشي کولای.
د کچلاخ پېښه په داسې مهال مخې ته راغلې چې د افغان طالبانو او امریکایانو ترمنځ په قطر کې په مذاکراتو کې دواړه خواوو د پرمختګونو ویلي. همدا راز د دواړو خواو حتمي نتیجې ته د رسیدو خبرې هم کیږي.
ویل کېږي، دا مدرسه د افغان طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده پورې تړاو لري. افغان اسلامي اژانس لیکي چې په وژلو شویو کې د طالبانو د امیر ورور حافظ احمدالله هم شامل دی.
نصرالله زېری وايي، د کوټې په باره کې دا ویل کېږي چې راتلونکې څو کاله وروسته به د څښلو اوبه نه وي او خلک به مهاجرت ته مجبورېږي.
د اڅکزي وینا وه چې دا مهال پښتون افغان له ډېر بد حالت سره مخامخ دی او له دې حالاتو د خپل ولس را-اېستلو لپاره پښتونخوا ملي عوامي ګوند له خپل ولس سره سلاې مشورې لپاره سمدستي د یوې جرګې رابللو ږغ کوي.
پراګ: د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښانو او د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان استازو محسن داوړ او علي وزیر د مقدمې اورېدنه د اګست تر ۱۷مې وځنډول شوه.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې د ۲۰۱۶ز کال د اګست اتمې د وژل شویو وکیلانو په ویر کې نن پنجشنبه په دغه صوبه او غونډ ملک کې وکیلانو کاربندیز کړی دی.
د کوټې ښار په مرکز باچا خان چوک ته څېرمه د اګست پر شپږمه ماښام یوې چاودنې یو تن وژلی او تر ۱۳ زیات ژوبل دي.
د بلوچستان په پښتنه سیمه ږوب کې سیاسي ګوندونو غوښتنه کړې ده چې د دوي له سیمې دې د ملېشه ځواک - ایف سي - د تلاشۍ پوستې لرې کړل شي.
د بلوچستان مرکز کوټې امنیتي چارې تر ډېره د اېف سي ځواکونو پر غاړه دي او دا ښايي د پاکستان یوازنی ښار وي چې پر هر کونج یې امنیتي پوستې جوړې دي.
د روغتیایي چارو پوهان وایي، په بلوچستان کې د ناپوهۍ له کبله زېړی ناروغۍ په تیزۍ سره خورېږي چې د مخنیوي لپاره یې پر حکومتي کچه ګامونو اخیستو ته اړتیا ده.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته