د لاسرسي ځای

تازه خبر

د علي او محسن مقدمې اورېدنه بیا ځنډېدلي


د علي وزیر او محسن داوړ پخوانی عکس
د علي وزیر او محسن داوړ پخوانی عکس

پراګ: د پښتون ژغورنې غورځنګ د دوو مشرانو او د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د وزیرستانو د استازو د ضمانت اورېدنه نن بیا وځنډول شوه.

د علي وزیر او محسن داوړ د ضمانت لپاره د اګست پر ۱۰مه په بنو کې د ترهګرۍ ضد په عدالت کې اورېدنه وه. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران او وکیلان وايي، په عدالت کې کاروايي د سیول جج په مشرۍ کې وشوه چې پکې مدافع او مخالفو وکیلانو خپل دلایل وړاندې کړل او وروسته قاضي د اګست ۱۷مې اورېدنه وځنډوله.

د علي وزیر او محسن داوړ وکیلانو عدالت ته خواست کړی چې یا خو دې جج حاضر شي او یا دې مقدمه خارج کړي چې دوی های کورټ ته لاړ شي.

تر دې مخکې هم د ترهګرۍ ضد عدالت جج په رخصتي وو او اورېدنه د میرامشاه د سېشن جج په وړاندې وشوه خو بې له څه پرېکړې د اګست اتمې ته وځنډول شوه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ګڼ پلویان د عدالت مخې ته را غونډ شوي ول.

دا له هغه وروسته ده چې د غورځنګ غړو او پلویانو د اګست پر دویمه په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د علي وزیر او محسن داوړ د خوشي کېدو لپاره لاریونونه او احتجاجي غونډې وکړې.

دوی غوښتنه کوله چې پر علي وزیر او محسن داوړ درج کړل شوې مقدمې پر دروغ ولاړې دي او هغوي دې ژر تر ژره خوشي کړل شي.

علي وزیر او محسن داوړ دا وخت په زندان کې دي. دوی د شمالي وزیرستان د خړ کمر تر هغې پېښې وروسته نیول شوي وو په کوم کې چې د پاکستاني پوځ په ډزو د یاد غورځنګ لږ تر لږه ۱۴ غړي وژل شوي وو.

پوځي او حکومتي چارواکي تور پورې کوي چې د مې پر ۲۶مه شوې هغه پېښه کې لومړی د غورځنګ غړو پر امنیتي پوسته برید کړی وو خو پښتون ژغورنې غورځنګ وايي پوځ یې بې ګناه او بې وسلې غړي وژلي دي.

XS
SM
MD
LG