د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کچلاخ مدرسه کې چاودنه، ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې


د کچلاخ مدرسه
د کچلاخ مدرسه

کوټه ـ د بلوچستان په کچلاخ کې د اګست پر۱۶مه په یوه بمي چاودنه کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او ۲۳ نور ژوبل شوي دي.

دا پېښه د بلوچستان د سرښار کوټې نه شمال لوري ته په ۳۰ کیلومېټرۍ کې پرتې سیمې کچلاخ په «کلي قاسم» کې رامنځ ته شوې ده.

د کوټې د پولیسو مشر ډي آی جي عبدالرزاق چیمه مشال راډیو ته وویل، چاودنه د جمعې د لمانځه پر مهال په یوه مدرسه کې شوې ده او په وژلو شویو کې د مسجد امام هم شامل دی.

هغه وايي، د لومړنیو شواهدو نه ورته داسې جوتېږي چې بم د جومات په منبر کې ځای پر ځای کړل شوی وو.

ویل کېږي، دا مدرسه د افغان طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده پورې تړاو لري. افغان اسلامي اژانس لیکي چې په وژلو شویو کې د طالبانو د امیر ورور حافظ احمدالله هم شامل دی.

افغان اسلامي اژانس لیکلي، طالبانو ته نږدې سرچینو د حافظ احمدالله د وژل کېدو خبره تایید کړېده خو دا یې هم ورته ویلي چې نوموړي د طالبانو په تحریک کې څه رول نه درلودلو.

د کوټې د پولیسو مشر ډي آی جي عبدالرزاق وايي، امنیتي موظفینو د پېښې ځای په خپله ولکه کې اخېستی، پلټنې روانې دي او په پېښه کې ژوبل شوي کسان نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي. په ژوبلو کې د ځینو کسانو وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی.

د کوټې سنډیمن روغتون د وژلو شویو کسانو فهرست خپور کړی چې پکې د یوه تن نوم حمدالله ښودل شوی دی. خو طالبانو تر دې دمه د دې خبرې پخلی نه دی کړی چې ګوندې په دې چاودنه کې د هغوی د مشر د کورنۍ کوم غړی وژل شوی یا ژوبل شوی دی.

ځینې پاکستاني رسنۍ د وژلو شویو کسانو شمېره اته ښايي او دا یې هم لیکلي چې په ژوبلو تانو کې د ملا هبت الله اخوند زاده دوه وریرونه هم شامل دي.

چیمه زیاته کړه چې له تېرو څو ورځو نه داسې ګواښونه وو چې کېدی شي دا ډول بمي چاودنه ترسره شي. تر دې وړاندې په بلوچستان صوبه کې دا ډول ډیري بریدونه په هزاره ګانو ترسره شوي دي.

د بلوچستان حکومت د پېښې په سختو ټکو کې غندنه کړېده او د پولیسو مشر ته امر شوی چې په ۴۸ ساعتونو کې دننه دې د پلټنو راپور ور وسپاري.

د بلوچستان د حکومت ویاند لیاقت شهواني پر روغتیايي ادارو غږ کړی چې د ژوبلو تنانو د سمې درملنې لپاره دې لستوڼي بډ وهي.

تر اوسه د پېښې ذمه واري کومې ډلې قبوله کړې نه ده.

XS
SM
MD
LG