پراګ: د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښانو او د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان استازو محسن داوړ او علي وزیر د مقدمې اورېدنه د اګست تر ۱۷مې وځنډول شوه.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې د ۲۰۱۶ز کال د اګست اتمې د وژل شویو وکیلانو په ویر کې نن پنجشنبه په دغه صوبه او غونډ ملک کې وکیلانو کاربندیز کړی دی.
د کوټې ښار په مرکز باچا خان چوک ته څېرمه د اګست پر شپږمه ماښام یوې چاودنې یو تن وژلی او تر ۱۳ زیات ژوبل دي.
د بلوچستان په پښتنه سیمه ږوب کې سیاسي ګوندونو غوښتنه کړې ده چې د دوي له سیمې دې د ملېشه ځواک - ایف سي - د تلاشۍ پوستې لرې کړل شي.
د بلوچستان مرکز کوټې امنیتي چارې تر ډېره د اېف سي ځواکونو پر غاړه دي او دا ښايي د پاکستان یوازنی ښار وي چې پر هر کونج یې امنیتي پوستې جوړې دي.
د روغتیایي چارو پوهان وایي، په بلوچستان کې د ناپوهۍ له کبله زېړی ناروغۍ په تیزۍ سره خورېږي چې د مخنیوي لپاره یې پر حکومتي کچه ګامونو اخیستو ته اړتیا ده.
د پاکستان تحریک انصاف د حکومت مخالفه ګوندونه نن د ۲۵ جولای مه د تورې ورځې په توګه لمانځي او وايي چې يو کال وړاندې د عامو انتخاباتو پر مهال ولسي واکمني غلا شوی شوی او نن د دې احتجاج له لارې ولس وايي، دا حکومت نه مني. له کوټې د حفیظ شېراڼي ویډيو
د ملا بهرام یوه وکیل برخوردار اڅکزي له مشال راډیو سره په خبرو کې ویلي چې ملا بهرام به سبا د جولای پر ۲۵مه نېټه د کوټې له مرکزي زندانه پرېښودل شي.
په سیول هسپتال کې د ډاکټرانو په وینا چې د ځینو زخمیانو حالت اوس هم له خطر سره مخامخ دی.
په بلوچستان کې د روانې جولای میاشتې په لومړۍ اونۍ کې د ګوزڼ ناروغۍ د ځینو پېښو د راجوتېدو پس سر له ننه د صوبې به شپږو لسوالیو کې به تر یوې اونۍ پورې پنځو لاکو ماشومانو د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکول کېږي. له کوټې څخه د مشال راډیو خبریال ایوب ترین یې راپور راکوي.
په بلوچستان کې د بیلا بیلو حکومتي محکمو کارکوونکو انجینرانو د خپلو غوښتنو پوره کولو لپاره نه یوازې له تېرې یوې اونۍ کاربندیز کړی بلکې د کوتې پریس کلب مخې ته یې پرلت هم وهلی دی.
په کانونو کې بیا بیا د ګېس چاودنې کېږي یا هم نړېږي چې د سکرو کانکیندونکیو اتحادیې په خبره هر کال لږ تر لږه ۲۰۰ کانکیندونکي پکې مري.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته