د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان حکومت د اوبه خور نظام رغوي


په بلوچستان کې وچکالۍ کرنې ته لوی تاوان رسولی
په بلوچستان کې وچکالۍ کرنې ته لوی تاوان رسولی

په بلوچستان کې حکومتي چارواکي وايي، د کوټې په ګډون په یو شمېر ښارونو او سیمو کې د څښاک او اوبه خور د اوبو کموالي پوره کولو لپاره اقدامات کوي.

د بلوچستان عوامي ګوند غړي او په اېتلافي حکومت کې د اوبه خور د چارو وزیر نوابزاده طارق مګسي د اګست ۱۵مې پر مازیګر مشال راډیو ته وویل، د سیند له حکومت سره یو ځای د بلوچستان ځمکو ته د اوبو رسولو لپاره پخواني نهرونه بیارغوي:

"زموږ د اوبه خور نظام خورا ښه شوی دی. خو په ټوله کې، موږ په بلوچستان کې د دوو نهرونو پر بیارغونه کار کوو او درېیم نوی نهر جوړوو چې د تعمیر د چارو لومړۍ مرحله یې بشپړه شوې او د دویم پړاو لپاره مو پلان جوړ کړی. په بیارغونه کې موږ د نهرونو غاړې او دېوالونه پیاوړې کوو چې اوبه ضایع نشي."

مګسی وايي، د نوي نهر پر دویم پړاو به کار د ۲۰۲۰ز کال تر اپرېله پیل شي.

له لورالايي څخه بیا تر خضداره پورې، دا ټولې سیمې، د اوبو له نشتوالي سره مخامخ دي.
نصرالله زېری

خو د اپوزیشن پښتونخوا ملي عوامي ګوند سیاستوال او د صوبايي اسمبلۍ غړی نصرالله زېری وايي، صوبايي حکومت د اوبو ستونزې هواري لپاره کافي اقدامات نه دي کړي.

دی وايي، په کوټه ښار کې هر کال د ځمکلاندې اوبو سطح ټيټېږي:

"له لورالايي څخه بیا تر خضداره پورې، دا ټولې سیمې، د اوبو له نشتوالي سره مخامخ دي. بیا کوټه چې د صوبې دارالخلافه ده، کم و بېش ۳۰ لاکه انسانان په دې ښار کې اوسي، دلته موږ له ۱،۲۰۰ فوټه لاندې څخه اوبه راباسو. ورځ په ورځ په کوټه کې [د اوبو ځمکلاندې کچ] ټيټېږي. د [ځمکپوهنې او اوبه خور] ماهرین وايي، دلته هر کال [ځمکلاندې] اوبه له ۱۰ فوټه څخه تر ۱۵ فوټه پورې [ښکته] ځي. د کوټې په باره کې دا ویل کېږي چې راتلونکې څو کاله وروسته به د څښلو اوبه نه وي او خلک به مهاجرت ته مجبورېږي."

نصر الله زېری وايي، ګوند یې چې له ۲۰۱۳ز کال څخه تر ۲۰۱۸ز پورې د صوبايي واکمن اېتلاف برخه وو نو هغه مهال یې نه یوازې د کوټې د څښاک اوبو په اړه پروژې عملي کړې وې بلکې په بېلا بېلو سیمو کې یې واړه بندونه جوړ کړل او د نویو هغو لپاره یې پلانونه تیار کړل.

دی تور پورې کوي چې اوسنی صوبايي حکومت د اوبو زېرمو زیاتولو لپاره د تېر حکومت پلانونه نه عملي کوي.

خو د بلوچستان اسمبلۍ بل غړی له نوموړي سره متفق نه دي.

د هزاره ډېموکراټ ګوند مشر او د اسمبلۍ غړی عبدالخالق هزاره وايي، په سږني بجټ کې حکومت له چاپېریال ساتنې څخه واخله د اوبو زېرمو زیاتولو او د خلکو پوهاوي لپاره هرې څانګې ته پیسې بېلې کړې دي:

"په کوټه کې له اوږدې مودې راهیسې د اوبو ستونزه جدي ده. موږ هڅه کوو چې نوي بوټي کښېنوو، ونې زیاتې کړو او د اوبو پر ارزښت خلک پوه کړو چې هغوی یې ضایع نه کړي. له دې علاوه هم، موږ په اسمبلۍ کې پر دې خبرې کړې دي او موږ هڅه کوو چې د ښار ناولې (ګنده) اوبه پاکې کړو او بیا یې د اوبه خور لپاره وکاروو. نو د دې کار لپاره مو هم سږکال په بجټ کې پیسې ايښې دي."

هلته د اوبه خور صوبايي وزیر نوابزاده طارق مګسی زیاتوي، په بلوچستان کې د ۱۰۰ وړو بندونو جوړولو په اړه هم پرمختګ شوی او دا چې دا پروژه د وفاقي حکومت په پیسو عملي کېږي.

اپوزیشن او حکومت دواړه البته ګڼي تر کلونو وچکالۍ وروسته، د ۲۰۱۹ز کال په پیل او بیا په پشکال کې بارانونو په صوبه کې د اوبو ستونزه تر یوه بریده هواره کړې، خو زیاتوي چې په صوبه کې لویو او وړو بندونو جوړولو ته اړتیا ده.

XS
SM
MD
LG