د کوټې ښار په مرکز باچا خان چوک کې د دوشنبې ماښام له بلدیه پلازې او سیټي تاڼې سره جوخت یوې بمي چاودنې پنځه تنه وژلي او تر ۳۰ زیات ژوبل دي.
د بلوچستان پولیسو مشر محسن حسن بټ په وینا چې د چاودنې نښه د پولیسو یو ګاډی وو. چاودنه هله وشوه کله چې د سټي تاڼې مخی ته ولاړ د پولیسو موټر څنګ ته په باروتو بار موټرسایکل وچول شو.
د مشال راډيو خبریال د روغتیا چارواکیو له خولې وايي چې ټراما سېنټر ته د څلور تنو مړي وروړل شوي او په ۲۶ ژوبلو کسانو کې هم څلور سخت ژوبل دي. د کوټې ښار په ټولو هسپتالونو کې بېړنی حالت لګول شوی دی.
د سیول هسپتال ویاند وسیم بیګ په وینا، په پېښه کې دوه پولیسو والا هم وژل سیوي دي چې د چاودنې پر مهال په خپل ګاډي کې ناست ول.
تر چاودنې پس پولیس او سرحدي عسکر د پېښې و ځای ته رسېدلي او هلته یې شااوخوا سیمه نیولې ده او د پېښې پلټنې یې پیل کړي دي. هېچا هم د دغه پېښې زمه داري پر غاړه نه ده اخیستې.
پر پېښه د بلوچستان اعلا وزیر سخته خواشیني ښودلې او د ښکېلو کسانو د لټون او نیولو امر یې کړی دی. خلګو کي ویره خپرول وو
د بلوچستان مرکز کوټې امنیتي چارې تر ډېره د اېف سي ځواکونو پر غاړه دي او دا ښايي د پاکستان یوازنی ښار وي چې پر هر کونج یې امنیتي پوستې جوړې دي.