د لاسرسي ځای

تازه خبر

جرګه رابولو، د پي ټي اېم ځوانان به یې راسره بدرګه کوي: اڅکزی


محمود خان اڅکزی ګلستان کې د اختر جلسې ته وینا کوي: ۲۰۱۹ز کال ۱۴ اګست
محمود خان اڅکزی ګلستان کې د اختر جلسې ته وینا کوي: ۲۰۱۹ز کال ۱۴ اګست

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د کلا عبدالله په ګلستان کې د اختر دودیزې ولسي غونډې ته په خپله وینا کې وویل، چې نن د پاکستان ازادۍ ۷۳ مه کالیزه ده او د دې ورځې په مناسبت دوی هم حق لري چې یوڅو خبرې وکړې.

د نوموړي وینا وه چې دا مهال پښتون افغان له ډېر بد حالت سره مخامخ دی او له دې حالاتو د خپل ولس را-اېستلو لپاره پښتونخوا ملي عوامي ګوند له خپل ولس سره سلاې مشورې لپاره سمدستي د یوې جرګې رابللو ږغ کوي. د ده په خبره چې ګوند یې تل له ولس سره سلا مشوره کوي. اڅکزي ډاد وښود چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ځوانان به یې ږغ بدرګه کړي. او په دې جرګه کې له پښتنو سره د شوي زور زیاتي خبره خپل ولس ته ږدي. په دې ظلم ټول جهان خبروي. جلوسونه او جلسې به کوي.

ګلستان کې د اختر جلسه: ۲۰۱۹ز کال ۱۴م اګست
ګلستان کې د اختر جلسه: ۲۰۱۹ز کال ۱۴م اګست

محمود خان اڅکزي په خپله وینا کې وویل، نن د اګست ۱۴مه د پاکستان د ازادۍ ورځ ده. دا نن چې دغه ملک ازادي لمانځي، د دې لپاره تر نور ټول پاکستان زیاتې قربانۍ پښتنو ورکړې دي او په بدل کې فرنګی له دې خاورې وتلی دی. خو پوښتنه دا ده چې خلکو ولې له خپلې خاورې فرنګی یوست، حال دا چې هغوی په دې وطن کې ښه سړکونه، ښه تعلیمي ادارې، د حکومتدارۍ ښې ادارې لرلې خو بیا ولې خلکو فرنګی نه منلو. ځکه چې دلته ولسونو د خپلې خاورې واک اختیار په خپل لاس کې غوښت. او نن د ۱۴م اګست د ازادۍ ورځ ده، خو دا ورځ دوی تر هغو نشي لمانځلی چې دلته د پښتنو پر خاوره لومړی اختیار د پښتنو په لاس کې نه وي. د اڅکزي په وینا په پاکستان کې تر ټولو غني خاوره د پښتنو ده خو تر ټولو خواران او غریبان هم دوی دي او له هم دې حالاتو د رااېستلو لپاره یې ګوند مبارزه کوي.

د افغانستان خوندیتوب د نړیوالې ټولنې ذمه داري ده: محمود خان اڅکزی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:10:53 0:00

اڅکزي په خپله وینا کې د مسلم لیګ ن مشر نواز شریف یې د غلا په تور زندان ته اچولی دی خو هغو خلکو چې پر نواز شریف د غلا تور پورې کوي د اڅکزي په وینا دلته په چمن، پښین، کوټه، ژوب او بوري کې دوی [پوځي چاروکیو ته اشاره] په ښکاره د غلو ملګري دي. نوموړي په خپله وینا کې وویل چې د پاکستان ایین د دې هېواد خلکو ته د ګوند جوړولو اجازه ورکوي. انسانانو ته د جلسې حق ورکوي. د پاکستان ایین مظلومانو ته د ظالمانو خلاف د ژړا حق ورکوي. نو په داسې حالاتو کې چې ته موږ ځوروې، په کورونو راننوزې، کالي مو کاږې، او زه به د هغې خلاف خبره هم نه کوم. بیا ته ما نه پرېږدې. چې سر مو پرې کوې هم د حق خبره به هرمرو کوم.

محمود خان اڅکزي وویل، د پاکستان تر جوړېدو درې ورځې مخکې د دغه ملک باني محمد علي جناح پر یوولسم اګست خپلو خلکو ته یوه وینا وکړه چې ملک مو جوړېږي او هغه به دغه ډول چلوو، خو د اڅکزي په خبره د جناح تقریر اوس له منځه غایب کړل شوی دی، د هغه په وینا نه د دې ملک جرنېل، نه جج او نه هم بلڅوک عمل کوي. اڅکزي د خپلو خبرو په اوږدو کې زیاته کړه چې یو وخت محمد علي جناح د خپل ملک یوې پوځي چاوڼۍ ته تللی وو او چې کله راووت نو پوځیانو ته یې ویلي ول چې ما ته داسې ښکاري چې ځینې پوځیان د ملک په ایین ځان نه پوهوي، نو زه هغوی ته وایم چې په دې ملک کې به پوځ تر ولس لاندې وی.

اڅکزي په خپله وینا کې وویل، د پاکستان ایین کې ښکاره راغلي هر څوک چې پر یوه دنده ګومارېږي نو هغوی لومړی یوه لوړه کوي، په دې کې د سیاستوالو لپاره لوړه دا ده چې دوی به تر ایین لاندې چارې پرمخ وړي او د ایین دفاع به کوي. جج هم دغه قسم اخلي پوځي دا سوګند اخلي چې دی به په سیاست کار نه لري. او د پاکستان ایین حکم دا دی که چا دا ایین نه منلو د هغوی خلاف سړکونو ته راووزئ. اڅکزي وویل چې د ایین د دفاع لپاره به په سر او مال میدان ته راوزي.

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر پر پاکستاني ریاست ږغ وکړ چې د ۲۰۱۶ز کال د اتم اګست د وکیلانو پېښې پلټلو لپاره دې د سپریم کورټ د جج قاضي عیسی فایز رپوټ په ډاګه کړي او عمل دې ورباندې وکړي.

د محمود خان اڅکزي ګوند په پاکستان کې د متحده اپوزیش برخه دی چې د تحریک انصاف په مشرۍ له موجوده حکومت سره په ټکر کې دی. د اپوزیشن دریځ دا دی چې حکومت د اپوزیشن غړي د درغلیو په تور زندانوي خو حکومت او نیب بیا تور لګوي چې د مسلم لیګ ن او پیپلز پارټۍ مشرتابه په درغلیو ککړه ده.

XS
SM
MD
LG