په کوټه کې ناڅرګندو کسانو د لوړو زدهکړو وزارت ايالتي مشر د وسلو په زور تښتولى دى. د چهارشنبې په سهار ناڅرګنده وسلهوالو د ...
ځايي چارواکي وايي چې په دې پېښه کې د ځپل شوې کورنۍ تعلق له افغانستان سره دی.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ولیم برکت د یوپرېکړه لیک له لارې وویل چې د پاکستان په اساسی قانون کې پر لږکیو باندې د هېڅ ډول کارکولو بندیز نشته خو اقلیتونو ته پر ټاکلې ونډه عمل نه کېږي چې له وجې یې په لږکیانو کې محرومي زیاته شوې ده.
په کوټه کې د بلوڅو د ملي جبهې له خوا ګڼو مېرمنو پخپلو سيمو کې د پوځي عملياتو په ضد احتجاجي مظاهره کړې او تور پورې کوي چې په تېره يوه اوونۍ کې يې په عملياتو کې شاوخوا سل کسان امنيتي ادارو له ځانه سره وړي دي.
په چمن کې د سوداګرانو ټولنې مشر انجینیېر دارو خان وايي، چې اوس هم په چمن او سپین بولدک کې د پولې دواړو غاړو ته په سلګونه موټران او کنټېنران ولاړ دي.
د مارچ دويمه نېټه د بلوڅانو د کلتور ورځ د بلوچستان په ټولو بلوڅ مېشتو سيمو او مرکز کوټه کې د بېلابېلو غونډو او جشنونو په بڼه ولمانځل شوه.
دیادوني وړده چې د بلوچستان کورنيو چارو وزیر سرفراز بګټي د وایس آف امریکا له ډیوه راډيو سره په یوه مرکه کې ویلي ول چې د بلوچستان په مدرسو کي په زرګونه افغان طالبان دیني زدګړې کوي.
د بلوچستان د لورالايي رساله لاين سيمې اوسېدونکي چې په اسلام آباد کې په احتجاج دي وايي چې د اېف سي ځواکونو يې کورونه ونړول او دوی يې بې کوره کړل.
د لورالايي (د سیمې خلک یې بوری بولي) ځېنې اوسېدونکي له دوو میاشتو راهیسې د اسلام اباد خبریالانو مرکز مخې ته احتجاجي ناسته کوي. دوی تور پورې کړی چې امنیتي ځواکونو یې خام یا کچه کورونه ورڅخه نیولي او وران کړي دي. دا کورونه دوی ته سرکار په اوږدمهاله کرایې یا لیز ورکړي ول. دوی د متبادل کور غوښتنه کوي.
د خیر ښېګڼې او خدماتو یوه ټولنه وايي، په بلوچستان کې ښځینه روغتیايي کارکوونکې ښه کار کوي. د روټري کلب مشر د یکشنبې یا اتوار پر ورځ د کوټې سفر پر وخت وویل، دا ښځې د پولیو په مخنیوي کې ښه کار کوي. پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې د ګوزڼ وایرس لا هم شته. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د بلوچستان په ۱۶ ضلعو یا ولسوالیو کې د پولیو ناروغۍ مخنیوي درې ورځنی کیمپېن پیل شوی دی. روغتیايي چارواکي وايي، په دې کیمپېن کې به شاوخوا ۱۷ لاکه ماشومانو ته واکسین ورکول کېږي. دوی وايي، د کیمپېن لپاره امنیتي اقدامات هم شوي او د افغان کډوالو ماشومانو ته هم څاڅکي ورکوي. تفصیل په دې رپورټ کې.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د صوبايي اسمبلۍ غړي نصرالله زېری وايي چې د دوی ګوند نه یوازې د افغان کډوالو بلکې په ټول پاکستان کې د پښتنو د نیولو او ځوروبو پرضد په اسمبليانو کې قراردادونه راوړي ـ
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته