د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوڅو مېرمنې وايي امنیتي ادارې مېرمنې او ماشومان هم پورته کوي


د ارشیف انځور کې وینئ چې بلوڅې مېرمنې خبري غونډې ته وینا کوي
د ارشیف انځور کې وینئ چې بلوڅې مېرمنې خبري غونډې ته وینا کوي

په کوټه کې د بلوڅو د ملي جبهې له خوا ګڼو مېرمنو پخپلو سيمو کې د پوځي عملياتو په ضد احتجاجي مظاهره کړې او تور پورې کوي چې په تېره يوه اوونۍ کې يې په عملياتو کې شاوخوا سل کسان امنيتي ادارو له ځانه سره وړي دي.

دغه مېرمنې ادعا کوي چې په د امنیتي ادارو لخوا په پورته کړل شویو کسانو کې دېرش مېرمنې او ماشومان هم شامل دي، خو د بلوچستان د حکومت وياند دا تورونه ردوي او وايي چې دا يې د حکومت او امنيتي ادارو په ضد يو پروپاګند دى.

د شنبې په مازيګر د کوټې د پريس کلب مخې ته لسګونه بلوڅو مېرمنو احتجاج کاوه او تور يې پورې کاوه چې په سيمو کې يې پرله پسې پوځي عمليات روان دي او بېګناه کسان سپين ږيري، ښځې او ماشومان هم ورڅخه اغېزمن دي. دوى په شعارونو کې د بلوڅو مېرمنو د مرموزو ورکېدنو غندنه وکړه او د بشري حقونو له نړيوالو ادارو يې وغوښتل، چې د بلوڅو مېرمنو د جبري ورکېدنو مخه دي ونيسي.

په مظاهره کې شريکې يوې بلوڅې مېرمنې زيمل بلوڅ د بلوڅو د ملي جبهې په استازيتوب له رسنيو سره په خبرو کې تور پورې کړ، چې په تېره يوه اوونۍ کې د بلوڅو په سيمو کې پوځي عمليات شوي او په نتيجه کې يې امنيتي ادارو شاوخوا سل تنه له ځانه سره وړي دي. زيمل بلوڅ وايي که هر څومره هم ظلم ورباندې کېږي، دوى به د خپلو حقونو لپاره ږغ پورته کوي:

« داسې ورځ نه تېرېږي چې په بلوچستان کې دي پوځي عمليات نه کېږي، په تېرو پينځو ورځو کې په ماشکې، آواران، ګېشکور، ډېره بګټي، کلات او نورو سيمو کې په پوځي عملياتو کې تر سلو زيات کسان تښتول شوي دي، چې تر دېرشو زياتې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي»

زيمل بلوڅ تور پورې کوي چې لس ورځې وړاندې هم په تربت سيمه کې پر يوه کور حمله شوې، چې وايي دوې بلوڅې مېرمنې فاطمه او د هغې خور پکې ټپي شوې وې، خو وايي وروسته هغوى له روغتونه په مرموز ډول تښتول شوې دي، چې لا هم نادرکه دي. زيمل بلوڅ وايي اوسني عمليات د دې لپاره کېږي، چې دوى په زوره په راتلونکې سرشمېرنه او کورشمېرنه کې شامل کړي، چې وايي دوى پکې برخه نه اخلي:

«په کومو سيمو کې چې عمليات کېږي، هلته له خلکو شناختي کارډونه اخيستل شوي او په زوره د مارچ پر پينځلسمه په کېدونکې سرشمېرنه کې د برخې اخيستو ګواښ ورته شوى دى، هغه سرشمېرنه چې بلوڅ قوم رد کړې ده او په زور ورباندې تپل کېږي»

احتجاج کوونکيو بلوڅو مېرمنو د بشري حقونو خصوصاً له هغو نړيوالو سازمانونو چې د ښځو د حقونو لپاره کار کوي غوښتنه وکړه، چې په بلوچستان کې دې د مېرمنو د جبري ورکېدنو په مخنيوي کې خپل رول تر سره کړي.

خو د بلوچستان د ايالتي حکومت وياند انوارالحق کاکړ بيا دا تورونه په کلکه ردوي، چې ګواکې د بلوڅو په سيمو کې دي ځانګړي عمليات شوي وي او په نتيجه کې دي يې بېګناه ښځې او ماشومان امنيتي ادارو له ځانه سره وړي وي.

انوارالحق کاکړ رسنيو ته په لېږلي پيغام کې ويلي، چې دا د بهرنيو هېوادونو د استخباراتو په لمسه د بلوچستان د حکومت او امنيتي ادارو په ضد پروپاګند دى او هيڅ حقيقت نه لري.

د يادونې وړ ده چې د بلوڅو ملتپال سازمانونه له تېرو دوو کلونو راهيسې تور پورې کوي چې په سيمو کې يې د عملياتو په ترڅ کې مېرمنې هم خوندي نه دي او د امنيتي ادارو له خوا وړل کېږي.

د ٢٠١٥م کال په نومبر کې هم له بولان سيمې په مرموز ډول د ٢٨ بلوڅو مېرمنو د وړل کېدو ادعا شوې وه، خو د بلوچستان ملېشه ځواکونو په کلکه رد کړې وه.

XS
SM
MD
LG