د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: بلوڅ کلتوري ورځ په جشنونو ولمانځل شوه


د مارچ دويمه نېټه د بلوڅانو د کلتور ورځ د بلوچستان په ټولو بلوڅ مېشتو سيمو او مرکز کوټه کې د بېلابېلو غونډو او جشنونو په بڼه ولمانځل شوه.

په دغو لمانځ‎غونډو کې د بلوڅو مېرمنو، ماشومانو او ځوانانو په شمول ځايي پښتنو مېرمنو او ځوانانو هم ګډون کړى وو.

د کوټې د پريس کلب په لوى تالار کې هم په دې اړه جشن جوړ شوى وو چې بلوڅو ځوانانو په‎کې په‎خپل دوديز بلوڅي پټکي کې اتڼونه وکړل.

يو بلوڅ ځوان عبدالظاهر بنګلزى چې مول وهلى بلوڅي پټکۍ يې تړلى وايي، له اوږدې مودې په کوټه ښار کې اوسېږي او ويني چې بلوڅي دودونه يې د ساينس او ټيکنالوژۍ له چټک پرمختګ سره اغېزمنېږي، خو په دې خوشاله دى چې د بلوڅو د خپلو دودونو او خويونو د ژوندي ساتلو لپاره د کلتور ورځ لمانځي.

نوموړی وايي:

"نن موږ خپل کلتور يادوو، خلکو خپل ثقافت هېر کړى دى، موږ خپل نسل ته دا وايو چې موږ هم خپل کلتور لرو. پګړۍ، چوټې [څپلۍ]، ګڼ پرتوګ او اوږد کميس، ګيدان [کمبله]، خېمه او اوښ د بلوڅو د کلتور سمبولونه دي."

د بلوڅو د کلتور د ورځې په جشن کې هم د بلوڅي او براهوي ژبو کتابونه نندارې ته ښودل شوي وو او هم د بلوڅو مېرمنو په لاس جوړ شوي لاس کارونه خصوصاً د بلوڅو مېرمنو ځانګړي خامکي جامې هم نندارې ته ښودل شوې وې.

جشن کې يوه بلوڅه ټولنيزه فعاله او د ښځو د حقوقو لپاره کارکوونکې مېرمن ديدار مېنګل مې وپوښتل چې د بلوڅو د کلتور په ژوندي ساتلو کې د ښځو ونډه څومره ده.

نوموړې وايي:

"زه به دا ووايم چې ٩٩ فيصده ونډه په‎کې د مېرمنو ده، ځکه زموږ بلوڅي جامې همدغه ښځې جوړوي او دغه جامې اوس په نړيواله کچه مشهورې دي، څومره چې په بهرنيو هېوادنو کې دغه جامې د خپلې ځانګړتيا له امله مشهورې دي او خلک يې خوښوي، زه فکر کوم په دې کې تر ټولو لويه برخه د همدغو مېرمنو ده چې دوى ورباندې کار کوي. موږ د «دوچ» په نامه يو برانډ جوړ کړى چې په وسيله يې بلوڅي جامې او کلتور د پاکستان او نړۍ په سطحه وده ورکول کېږي."

په جشن کې شريک يو بل بلوڅ ځوان نعمان نبي بنګلزى وايي، د بلوڅو په کلتور کې تر ټولو زيات لومړيتوب ښځې ته ورکول کېږي، که د چا تر منځ سل مړي هم شوي وي، خو چې ښځه يې تر منځ راشي، دوى يې سوله سره کوي.

دويم امانت هم د بلوڅو د کلتور برخه ګڼل کېږي او درېيم ژمنه يا «قول» دى، وايي بلوڅان چې ژمنه وکړي، بيا له خپلې ژمنې د سر په بدله هم نه پر شا کېږي.

نعمان بنګلزى وايي، د بلوڅانو د کلتور ورځ له تېرو اوو کلونو لمانځل کېږي، وايي په پاکستان کې يې د خپل کلتور د لمانځلو اړتيا ځکه محسوسه کړه چې نوي نسل ته يې د دې هېواد په تعليمي نصاب کې د خپل تاريخ او کلتور په اړه هېڅ نه ور ښوول کېږي.

ښاغلی بنګلزى وايي:

"زموږ تعليمي نصاب کې هېڅ داسې مواد نه موندل کېږي چې ماشومانو ته مو خپل تاريخ او پس منظر وروښيي چې تاسې څوک ياست او دودونه مو څه دي، موږ چې وکتل ځوانان مو خپل تاريخ او کلتور هېروي، ځکه دا ورځ لمانځل کېږي، دا د يووالي او سولې يوه ورځ وي چې ټول بلوڅ ځوانان په‎خپلو کلتوري جامو کې راځي او بلوڅ اتڼ کوي. "

د بلوڅو د کلتور په جشنونو کې اکثر ځايي پښتنو هم ګډون کړى وو، خو په دې بڼه چې ځوانانو ورسره بلوڅي پټکي او پېغلو ورسره خپلې پښتني جامې اغوستې وې.

په جشن کې شريک يو پښتون ځوان عطاګل کاکړ وايي، په دې خاطر يې د بلوڅو د کلتور په جشن کې ګډون کړى چې وايي، بلوڅان او پښتانه څنګلوري قومونه دي.

نوموړی وايي:

"سهار چې مې فېسبوک وکوت نو خبر شوم چې نن د بلوڅانو د کلتور ورځ لمانځل کېږي، ماته يې ډېر خوند راکړ او په زړه کې مې جذبه پيدا شوه چې بلوڅ او پښتون پر يوه سيمه اوسېږي، نو پکار دى چې په غم او ښادي کې موږ يو له بل سره شريک شو، د دوى کلتور موږ د ځان ګڼو او زموږ کلتور د دوى ګڼو، په دې جذبه راغلى او له دوى سره مې ګډون کړى."

د يادونې وړ ده چې په پاکستان کې د خپل قومي هويت، کلتور، ژبې او تاريخ د ورکېدو له ډاره دلته مېشتو قومونو په کال کې خپلې کلتوري ورځې ټاکلې دي او د دې لپاره يې لمانځي چې خپلو نويو نسلونو ته د خپل کلتور د ژوندي ساتلو پيغام و لېږدوي.

دې ته په پام سره په ٢٠١٥میلادي کال کې په کوټه کې د پښتو اکاډمۍ له خوا په يوه سېمينار کې ٢٣م سېټمبر د پښتنو د کلتور ورځ اعلان شوه چې اوس هر کال په پښتني سيمو کې لمانځل کېږي.

XS
SM
MD
LG