د بلوچستان د حکومت ویاند انوارالحق کاکړ وویل ، د بلوڅ ملت پالو دا اندېښنه بې ځایه ده چې په صوبه کې مېشت افغان کډوال به د ځايي خلکو په توګه وشمېرل شي.
د پاکستان تعليم وفاقي وزارت وايي چې دا وخت په پوره ملک کې دووه کروړو نه زيات ماشومان د سکولونو نه بهر دي چې پکې تر ټولو زيات په بلوچستان کې ۷۰ فيصده او په فاټا کې ۵۸ فيصده ماشومان د تعليم له ترلاسه کولو بې برخې دي.
د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف وویل، ګوادر د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ دروازه ده چې له جوړېدو سره به یې د بلوچستان صوبې برخلیک واړوي.
په کوټه کې ناڅرګندو کسانو د لوړو زدهکړو وزارت ايالتي مشر د وسلو په زور تښتولى دى. د چهارشنبې په سهار ناڅرګنده وسلهوالو د ...
ځايي چارواکي وايي چې په دې پېښه کې د ځپل شوې کورنۍ تعلق له افغانستان سره دی.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ولیم برکت د یوپرېکړه لیک له لارې وویل چې د پاکستان په اساسی قانون کې پر لږکیو باندې د هېڅ ډول کارکولو بندیز نشته خو اقلیتونو ته پر ټاکلې ونډه عمل نه کېږي چې له وجې یې په لږکیانو کې محرومي زیاته شوې ده.
په کوټه کې د بلوڅو د ملي جبهې له خوا ګڼو مېرمنو پخپلو سيمو کې د پوځي عملياتو په ضد احتجاجي مظاهره کړې او تور پورې کوي چې په تېره يوه اوونۍ کې يې په عملياتو کې شاوخوا سل کسان امنيتي ادارو له ځانه سره وړي دي.
په چمن کې د سوداګرانو ټولنې مشر انجینیېر دارو خان وايي، چې اوس هم په چمن او سپین بولدک کې د پولې دواړو غاړو ته په سلګونه موټران او کنټېنران ولاړ دي.
د مارچ دويمه نېټه د بلوڅانو د کلتور ورځ د بلوچستان په ټولو بلوڅ مېشتو سيمو او مرکز کوټه کې د بېلابېلو غونډو او جشنونو په بڼه ولمانځل شوه.
دیادوني وړده چې د بلوچستان کورنيو چارو وزیر سرفراز بګټي د وایس آف امریکا له ډیوه راډيو سره په یوه مرکه کې ویلي ول چې د بلوچستان په مدرسو کي په زرګونه افغان طالبان دیني زدګړې کوي.
د بلوچستان د لورالايي رساله لاين سيمې اوسېدونکي چې په اسلام آباد کې په احتجاج دي وايي چې د اېف سي ځواکونو يې کورونه ونړول او دوی يې بې کوره کړل.
د لورالايي (د سیمې خلک یې بوری بولي) ځېنې اوسېدونکي له دوو میاشتو راهیسې د اسلام اباد خبریالانو مرکز مخې ته احتجاجي ناسته کوي. دوی تور پورې کړی چې امنیتي ځواکونو یې خام یا کچه کورونه ورڅخه نیولي او وران کړي دي. دا کورونه دوی ته سرکار په اوږدمهاله کرایې یا لیز ورکړي ول. دوی د متبادل کور غوښتنه کوي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته