د مارچ دويمه نېټه د بلوڅانو د کلتور ورځ د بلوچستان په ټولو بلوڅ مېشتو سيمو او مرکز کوټه کې د بېلابېلو غونډو او جشنونو په بڼه ولمانځل شوه.
دیادوني وړده چې د بلوچستان کورنيو چارو وزیر سرفراز بګټي د وایس آف امریکا له ډیوه راډيو سره په یوه مرکه کې ویلي ول چې د بلوچستان په مدرسو کي په زرګونه افغان طالبان دیني زدګړې کوي.
د بلوچستان د لورالايي رساله لاين سيمې اوسېدونکي چې په اسلام آباد کې په احتجاج دي وايي چې د اېف سي ځواکونو يې کورونه ونړول او دوی يې بې کوره کړل.
د لورالايي (د سیمې خلک یې بوری بولي) ځېنې اوسېدونکي له دوو میاشتو راهیسې د اسلام اباد خبریالانو مرکز مخې ته احتجاجي ناسته کوي. دوی تور پورې کړی چې امنیتي ځواکونو یې خام یا کچه کورونه ورڅخه نیولي او وران کړي دي. دا کورونه دوی ته سرکار په اوږدمهاله کرایې یا لیز ورکړي ول. دوی د متبادل کور غوښتنه کوي.
د خیر ښېګڼې او خدماتو یوه ټولنه وايي، په بلوچستان کې ښځینه روغتیايي کارکوونکې ښه کار کوي. د روټري کلب مشر د یکشنبې یا اتوار پر ورځ د کوټې سفر پر وخت وویل، دا ښځې د پولیو په مخنیوي کې ښه کار کوي. پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې د ګوزڼ وایرس لا هم شته. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د بلوچستان په ۱۶ ضلعو یا ولسوالیو کې د پولیو ناروغۍ مخنیوي درې ورځنی کیمپېن پیل شوی دی. روغتیايي چارواکي وايي، په دې کیمپېن کې به شاوخوا ۱۷ لاکه ماشومانو ته واکسین ورکول کېږي. دوی وايي، د کیمپېن لپاره امنیتي اقدامات هم شوي او د افغان کډوالو ماشومانو ته هم څاڅکي ورکوي. تفصیل په دې رپورټ کې.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د صوبايي اسمبلۍ غړي نصرالله زېری وايي چې د دوی ګوند نه یوازې د افغان کډوالو بلکې په ټول پاکستان کې د پښتنو د نیولو او ځوروبو پرضد په اسمبليانو کې قراردادونه راوړي ـ
په کوټه کې د قامي یووالي په نوم یوې جرګې له حکومته غوښتنه کړې چې په مارچ کې په کېدونکې سرشمېرنه کې دې افغان کډوال نه شمارل کېږي. د یکشنبې یا اتوار ورځې دې جرګې ته د زیاتره ګوندونو مشران او غړي ورغلي ول خو د پښتونخوا ملي عوامي او عوامي نیشنل ګوندونو استازي یا مشران نه ول ورغلي. ویډیويي رپورټ.
په بلوچستان کې د ځینو سیاسي او مذهبي ګوندونو غوښتنه کړې ده چي د سرشمیرنې پرمهال دې افغان کډوال نه شمیرل کیږي او د هغو بلوڅانو لپاره دې یوه تګلاره وټاکل شي کوم چې د ناا منۍ له امله بې کوره کړل شوي دي
د بلوچستان په آوران سیمه کې تېر ماښام د سړکغاړې یوې بمي چاودنې د پاکستان پوځ یو کېپټن او دوه عسکر وژلي او دوه نور یې ژوبل کړي دي.
په ښارونو کې نن سبا د کتابونو تر دوکانونو د وسلو دوکانونه زيات ليدل کېږي او په کتابپلورنځيو کې ډېر لږ داسې ليدل کېږي چې ...
د عصبي ناروغيو متخصص ډاکتران وايي، پر سر باندې د کاري زخم، د ماغزو د ناروغۍ، په خپلوانو کې د ودونو او ځينو نورو ناڅرګندو سببونو له ...
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته