د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوجستان اسمبلۍ: پاکستان کې لږکیو ته حقونه نه ورکول کېږي


د بلوچستان اسمبلي غړیو ویلي دي چې د پاکستان په اساسي قانون کې لږکیو ته پر ورکړل شوي قانون عمل نه کېږي چې له کبله یې د هغوی په سلګونه وګړي له بېروزګارۍ سره مخامخ دي.

د بلوچستان اسمبلی غونډه چې د اتوار په ماښام د یاسمین لهړي په مشرۍ وشوه، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ولیم برکت د یوپرېکړه لیک له لارې وویل چې د پاکستان په اساسی قانون کې پر لږکیو باندې د هېڅ ډول کارکولو بندیز نشته او په حکومتی یا سرکاري ملازمتونو کې ورته پنځه فیصد برخه هم ټاکل شوې ده خو پر هغه عمل نه کېږي چې له وجې یې په لږکیانو کې محرومي زیاته شوې ده.

په دی اړه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړي عبدالمجیدخان اڅکزي مشال راډیو ته وویل، سیکهان، عیسایان اوهندوان پرېږده دلته د معذوره خلکو پر نوکریانو روغ جوړ خلک لګېدلي ډي. نوموړي وویل، مسلم خاکروب په دوبۍ کې تشناب یا ټوایلټ صفا کولی شي نو په کوټه کې یې ولي نشي کولی. دلته دوی وايي چي موږ مسلمانانو یو، پنځه وخته باجماعته لمونځ کوو، کار نه کوو خو تنخا اخلو.

مجید خان زیاته کړه چې د لږکیو ډېرحق دی دوی د صوبی ډېرخدمت کړی دی او کوي خوحکومت حق نه ورکوي یوازې په اسمبلۍ کې تسلي ورکوي.

دمسلم لیګ ګوند صوبایی وزیر جعفر خان مندوخېل د دې خبرې تاید وکړ او زیاته یې کړه، حکومت د لږکیو د ملازمتو پر کوټه عمل کوي خو په ځینو ځایونو کې د اقرباپرورۍ له وجې د لږکیو چوکیانې پاته شوي نه دي. د خاکروب یا جمعدار پرچوکیانو باندي د تعلیم په محکمه کې له ۷څخه تر۸ سوه پورې مسلمانان لګېدلي دي او دا په حقیقت کې د لږکیو له حقوقو سرغړونه ده. پکار ده چې حکومت د دغه ډول پېښو پلټنه وکړي.

د بلوچستان منصوبه بندۍ او پرمختیا وزیر ډاکټر حامد خان اڅکزي په خپل غبرګون کې وویل چې د دوی ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټۍاو د دوی حکومت د رنګ، نسل، فرقې، عقیدې، شییعه اوسني پر بنسټتوپیر کول غندي او نه هم پر دې بنیاد دوی له هېڅ یوه انسانه نفرت کوي، ځکه چې په دې هېواد کې سکه، عیسايي، هندو او مسلمانان ګرده په خپلو کې سره وروڼه دي، نو حکومت به خپل ټول وسایل پکار راولي او لږکیو ته به خپل حق رسوي.

ډاکټر حامد خان زیاته کړه چې عسایان، هندوان اوسکهان د پاکستان برخه ده پکار ده چې خلک له دوی څخه کرکه و نه کړي او د هېواد په هره برخه کې باید د دوی و بنیادي حقوقو ته پاملرنه وشي.

XS
SM
MD
LG