د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وژلیو افغان خبریالانو او فعالانو یادګار ودرول شو


افغانستان: د اې اېف پي خبریال شاه مري یادګاري انځور ته رنګ ورکول کېږي چې په ۲۰۱۸ ز کال وژل شوی وو.
افغانستان: د اې اېف پي خبریال شاه مري یادګاري انځور ته رنګ ورکول کېږي چې په ۲۰۱۸ ز کال وژل شوی وو.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، په افغانستان کې د بشري حقونو ژغورونکیو په ډېرو سختو حالاتو کې خپله وظیفه پر مخ وړې او قربانۍ يې ورکړې دي او د هغوی په درناوي کې یې یو یادګار درولی دی.

سازمان وايي، په افغانستان کې خبریالان، زده کوونکي، د ټولنیزو ادارو غړي او د بشري حقونو ژغورونکي د دړکو، زورزیاتي، او بریدونو ښکار شوي دي او د نورو د حقونو ساتلو په لار کې وژل شوي دي.

د سویلي اسیا لپاره د دغه سازمان کمپېن کوونکې سمیرا حمیدي ویلي، د افغانستان بشري حقونو ژغورونکي په ډېرو سختو حالاتو کې زړه ورتیا ښودلې ده او سره له دې چې له خطرسره مخامخ وو بیا يې هم د ناانصافیو پرضد مبارزه کړې.

د بخښنې نړیوال سازمان د یو بیان له مخې د سازمان یو نړیوال کمپېن د افغان ارټ لارډز نومي د هنر له یوې ادارې سره په شریکه نن په کابل کې د اې ایف پي د وژل شوي خبریال شاه مري او نورو نهه وژل شویو خبریالانو ته د درناوي په خاطر یو یادګار درولی دی.

افغانستان په نړۍ کې د خبریالانو لپاره تر ټولو خطر ناک هېواد ګڼل کېږي. د روانې میاشت په پیل کې په کابل کې د یوه ترهګر برید په نتیجه کې د یوه شخصي ټېليویژن دوه خبریالان ووژل شو. په دغه هېواد کې په تېرو لسو کلونو کې ځايي او بهرني ۳۴ خبریالانو خپل ژوند بایللی دی. دوه زره اتلسم کال تر ټولو خونړی هغه ګڼل کېږي ځکه چې یوازې سږ کال دولس خبریالان وژل شوي دي.

د سازمان کمپېن مشرې سمیرا حمیدي ویلي، دغه یادګار به د بشري حقونو ژغورنکیو په ځانګړې توګه د ښځو فعالانو د کار او قربانۍ یادونه کوي.

د بخښنې نړیوال سازمان پر افغان چارواکیو غږ کړی چې په دغه هېواد کې د امنیت په اړه د حقونو فعالانو پوښتنو ته ځواب ووايي.

XS
SM
MD
LG