د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل : دپغمان پېښه کې لاس لرونکو ته د مرګ سزا واورول شوه


کابل کې اوو کسانو ته د مرګ سزا واورول شوه
کابل کې اوو کسانو ته د مرګ سزا واورول شوه

د کابل ابتدایه محکمې د پغمان په پيښه کې اوو شاملو کسانو ته د پهانسۍ سزا واوروله. د کابل د دریمې حوزې د محکمې رییس صفي الله مجددی د اتوار په ورځ د پينځو کسانو په اړه د علني محاکمې ( د خلکو په وړاندې ډاګیزه ) غونډه کې داسي وویل:

"د وسله والې غلا په پيښه کې دغه یاد پنځه کسان د کورني او بهرني امنیت ضد قانون د پنځلسمې مادې له مخې په اشد مجازاتو، یعنې اعدام محکوم شول."

پاته دوه کسان بیا د زنا په فعل کې د نه لاس لرلو په خاطر برې الزمه اعلان شول؛ خو د غلا او اختطاف په قضیو کې د لاس لرلو په خاطر په اعدام محکوم شول.

ښاغلي مجددي وویل، چې د ابتدایې محکمې دغه پریکړه وروستۍ نه ده او دغه کسان کولای شي د استیناف غوښتنه وکړي ( اپیل وکړي ) .

په همدې حال کې د مدني ټولنو لسګونه فعالانو او خلکود اتوار په ورځ په کابل کې مظاهره وکړه او له سترې محکمې څخه یې د دغو اوو کسانو د ژر تر ژره محاکمه کیدو غوښتنه وکړه.

له جلال اباد نه د مشال راډیو همکار هم خبر راکوي چې د ننګرهار علمي او فرهنګي مرکز ميديوتيک په دغه ولايت کې د مدني ټولنو له فعالينو سره په ګډه د يوې غونډې په ترڅ کې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د يو شمير ښځو په وړاندې د جنسي تيري غندنه وکړه او له عدلي او قضايي ادارو يې غوښتنه وکړه چې د پيښې مجرمين دې په علني توګه په جزا محکوم کړي.

ولسمشر حامد کرزي هم پرون په ارګ کې په یوې خبري غونډه کې د وینا پر مهال له عدلي او قضایې ارګانونو و غوښتل چې؛ د پغمان د پيښې عاملینو ته دې د اعدام سزا واوروي.

XS
SM
MD
LG