د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست:کوچیانو ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړه شوه


په خوست کې د کوچیانو یو شمېر ځوانان او تنکي زلمیان وايي، چې په وروستیو کلونو کې د حکومت د لوري د کوچیو ځوانانو او ماشومانو زده کړو او روزنې ته پاملرنه ډېره شوې، چې له کبله يې د دوی د ښې راتلونکې امیدوارۍ ډېرې شوي دي.

په خوست کې د کوچیانو یو شمېر ځوانان او تنکي زلمیان وايي، چې په وروستیو کلونو کې د حکومت د لوري د کوچیو ځوانانو او ماشومانو زده کړو او روزنې ته پاملرنه ډېره شوې، چې له کبله يې د دوی د ښې راتلونکې امیدوارۍ ډېرې شوي دي.

دوی د خپلو مشرانو غوښتنه وکړه، چې خپل اولادونه دې د زده کړو د پاره ښوونځیو ته واستوي تر څو خپل کور او ټولنې ته د خدمت مصدر وګرځي.

دغه څرګندونې څو تنو کوچیو ځوانانو او تنکیو زلمیانو مشال راډیو سره د کوچیانو لیسې د نوې ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې وکړې.

یاد مراسم چې د دوشنبې ورځې ناوخته ددې ښوونځي په انګړ کې جوړ شوي ول، د روزي خان حقمل په نوم یو تن زده کوونکي مشال راډیو ته وویل، چې تعلیم ته د کوچیانو د ډېرې پاملرنې څخه جوتیږي، چې په دې ځوانانو کې به په راتلونکې کې ښه کدرونه وروزل شي:

((په تېرو وختونو کې د کوچیانو ځوانانو ته دومره کار نه وو شوی، څومره چې لازم وو، علت يې هم داوو، چې دا د نورو قومونو سره په توپیر کې دوی ګرځنده ژوند لري، نو د تعلیم زمینه نه ورته مساعدیږي، نو په دې حکومت کې کوچیانو له پاره ځانګړي لیلیې جوړې شوي دي، یو د هغو نه د کوچیانو دا لیلیه ده، چې په خوست کې فعاله ده، دا تاسو ته ډاډ درکوم چې د دې ښوونځي څخه به داسې ستوري را اوچتیږي، چې رڼا پورې به يې نه یوازې افغانان بلکې د نړۍ خلک ځي.))

د خوست د پوهنې رئیس بخت نور بختیار وویل، چې په دې ودانۍ څه د پاسه پنځه میلیونه افغانۍ لګښت شوی، چې تدریسي خونې او نور ضروري ځایونه لري.

بختیار له دې کبله چې کوچیان د علم نه محروم پاتې شوي، د دې ښوونځي د نوې ودانۍ جوړول یې یو ښه او پر ځای ګام وباله:

((په دې ښوونځي پنځه میلیونه یوسلو اته څلويښت زره افغانۍ پرې مصرف شوي دي، اته تدریسي کوټې لري، درې اداري کوټې لري، یوه د لابراتوار کوټه لري او یوه هم د کمپیوټرو له پاره کوټه لري، دا ناسته په دې بې ساري بولم، چې کوچیان د علم نه لیرې پاتې شوي او ورڅخه محروم دي.))

د محمدهاشم په نوم یو تن کوچي ځوان د کوچیانو میندو او پلرونو څخه غوښتنه وکړه دا، چې حکومت دکوچیانو د زده کړو د پاره ښه فرصتونه برابر کړي، نو دوی دې خپل اولادونه ښوونځیو ته شامل کړي:

((د دې تعمیر په جوړولو سره به زموږ ډیرې ستونزې حل شي، زه په پلارانو او میندو باندې غږ کوم، چې خپل زامن او لوڼه باید خامخا د کوچیانو په لیسه کې داخل کړي، ځکه د شپې لیلیه لري او د مړۍ مصارفات يې ټول په دولت دي.))

یو بل تن کوچی ځوان هم دوی د زده کړو د شته فرصتونو څخه خوښ دی:

((زما نوم ولی الله رنګین د یوولسم ټولګي زده کوونکی یم، استادان مو ښه دي، کمپیوټر ته لاسرسۍ لرو، استادان مو ښه او ډیری يې د بوهنتون محصلین دي، ډېر ښه پرمختګ لري او انشاالله شاګردان هم ښه تکړه دي.))

یاده دې وي، چې په خوست کې د کوچیانو د ماشومانو د زده کړو د پاره اتلس ښوونځي جوړ شوي، چې نږدې څلورنیم زره کوچي ځوانان او ماشومان په کې پر زده کړو بوخت دي، خو د کوچیانو مشران وايي، چې لاهم د دې ولایت په بیلابیلو سیمو کې د دوی زرګونه ماشومان د زده کړو له نعمته بې برخې دي.

XS
SM
MD
LG