د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې په دې وروستیو کې يې د سړي تښتونکیو یوه وسلواله ډله نیولې، چې په نوموړي ولایت کې په اختطاف، وژنو، ماین جوړونو، ماین خښوونو او نورو ډول، ډول جنايي جرمونو کې يې لاس لاره.
خوست امنیه قوماندان سمونوال فیض الله غیرت مشال راډیو ته نن پنجشنبه ماسپښین مهال وویل، چې دوی پخوا هم د سړي تښتونکیو یوه ډله نیولې وه، خو په تعقیب يې دا درې کسیزه ډله هم چې په خوست کې يې په ډېریو ناامنیو کې لاس وو، د ملي پولیسو د هلو ځلو په پایله کې ونیول شوه:
((نن هم تاسو وینئ، چې د پولیسو د لاسته راوړنو په سلسلې سره یو ګروپ د اختطاف چیانو نیول شوی، پخوا هم موږ د دوی یو ګروپ نیولی وو، چې اختطاف يې کړی وو، دوی نه تنها چې په اختطاف کې لاس لري، بلکې د دوی مشر چې په پش مشهور دی، په مختلفو جرمونو کې لکه ماین جوړونه کې ، ماین خښونه کې، اختطافونو کې، ترور کې په دې کې هم لاس درلوده.))
سمونوال فیض الله غیرت مشال راډیو ته وړاندې وویل، چې دوی ته د خلکو له خوا د نامسوولو کسانو په واسطه د پوځي یونفورم د کارونې له کبله د ناقانونه کړنو شکایتونه کېدل، چې په همدې موخه پولیسو په مرکز او ولسوالیو کې عملیات پیل کړل او د نامسوولو کسانو څخه يې په لسګونو جوړه پوځي جمپرونه او دریشۍ ترلاسه کړي دي:
((تاسو وینئ، دا دریشۍ او جمپرونه چې نظامي دي، چې ملکي خلکو به پخوا ورځني استفاده کوله، ناوړه ګټه به يې ځني اخیستله، د پولیسو له خوا د دوی نه ایستل شوي او نیول شوي دي.))
خوست امنیه قوماندان دا هم وویل، چې په دې وروستیو کې يې د لویو لارو په اوږدو کې لسګونه کړۍ د وسایطو او پرسونل ضد ماینونه کشف او شنډ کړي، چې دا دی نوموړي ماینونه عملاً تاسو وینئ، هغه زیاتوي چې امنیتي ارګانونو سره د خلکو د همکارۍ زیاتېدل د دې لامل شوي ، چې پر وخت د ډېریو امنیتي پېښو او چاودنو مخه ونیول شي:
((دغه مختلف ماینونه دي، د وسایطو ضد ماینونه، د پرسونل ضد ماینونه، هغه ماینونه دي، چې وسلوالو په عامو لارو کې ځای پر ځای کړي ول، چې د قهرمانو پولیسو له خوا په هغه ساحه کې اکثره يې شنډ شوي دي، او دلته يې راوړي دي.
زموږ د موفقیت یو راز دا دی، چې په خوست کې الحمدالله د مختلفو ارګانونو که ملکي ادارې دي او که نظامي ادارې دي، ملي اردو، ملي امنیت او ملي پولیس ډېره ښه همغږي لري او دوی ټولې وظیفې په ډېر ښه ډول سره په پوره همکارۍ کې هره ورځ پرمخ وړي.))
د یادونې وړ ده، که څه هم په دې وروستیو کې په خوست کې په ټولیز ډول امنیت ښه شوی، خو سیمه وال غواړي چې د امنیت په اړه باید پوځي ادارې خپل فعالیتونه لا نور هم چټک کړي.