د لاسرسي ځای

تازه خبر

ميدان وردګ: شپږ ټنه چاودېدونکي توکي ونيول شول


د ميدان وردګو سيمه ييز چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو د دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې د طالب وسله والو پر ضد عمليات کړي دي چې پکې وسلې او شپږ زره کيلو ګرامه چاوېدونکي توکي نيول شوي دي.

د ميدان وردګو سيمه ييز چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو د دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې د طالب وسله والو پر ضد عمليات کړي دي چې پکې وسلې او شپږ زره کيلو ګرامه چاوېدونکي توکي نيول شوي دي.


په دې سربېره په دغو عملياتو کې چارواکي د څو تنو طالبانو د نيول او ټپي کولو ادعا هم کوي.

چارواکي وايي، دغه عمليات د ميدان وردګو په مرکز ميدان ښار، چک او سيداباد ولسواليو کې شوي دي چې پکې د شپږ زره ګيلو ګرامه چاودېدونکو او درنو وسلو د نيولو ادعا کوي.

دوی وايي، په دې سربېره په عملياتو کې د طالبانو د يو سيمه‌ييز قومندان په ګډون درې تنه وسله وال ژوندي نيول شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوګياڼی وايي، دغه عمليات له تېرو دوو اونيو راهيسې روان وو چې پرون د (سېشنبه) پای ته رسېدلي دي.

دی وايي، په عملياتو کې له وسله والو څخه په نيولو شويو وسلو او چاودېدونکيو توکو کې سپکې او درنې وسلې، د سړک د غاړې شلخي ماينونه او د درنو وسلو مرمۍ شاملې دي.

خوګياڼی په عملياتو کې د طالبانو د نيول شوي قومندان نوم قاري عبدالله ښيي.

"په مرکز میدان ښار کې د امنیتي مؤظفینو د یو لړ چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې شپږ زره کیلو ګرامه چاودېدونکي توکې، درنې او سپکې وسلې، چې پکې د هاوان ګولۍ، سپکې او درنې وسلې، د سړک د غاړې د پرسونل ضد ماینونه او نور چاودېدونکي توکې د تېرو دوو اونیو په ترڅ کې ترلاسه شوي دي، خو د یادو توکو په تور تر دا مهاله څوک نه دي نیول شوي."

خوګياڼي زياتوي چې د عملياتو پر مهال په نورو سيمو کې عامو وګړو او سرتېرو ته کوم ځاني زيان نه دی اوښتی خو په چک ولسوالۍ کې بيا د عملياتو پر مهال د دوو تنو عامو وګړو د ټپيي کېدو خبره مني.

تر اوسه پورې لا طالب وسله والو په دې اړه څه نه دي ويلي.
په ميدان وردګو کې د سړک پر غاړو د ماينونو چاودنې او وسله والې نښتې په دې وروستيو کې کمې شوې دي.
XS
SM
MD
LG