د لاسرسي ځای

تازه خبر

'هرات کې په یوه ښځه تشدد شوې'


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ژمنه کړې چې؛ پولیس به ډير ژر د هرات په انجیل ولسوالۍ کې له یوې ښځې سره د تاوتریخوالي عاملين نیسي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ژمنه کړې چې؛ پولیس به ډير ژر د هرات په انجیل ولسوالۍ کې له یوې ښځې سره د تاوتریخوالي عاملين نیسي.


په انجیل کې یوه کس له خپلې دیرش کلنې ښځې څخه پوزه او شونډې پرې کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت چارواکي، په داسې حال کې د دې پېښې د عاملینو د ژرتر ژره نیولو او په دې اړه د جدي اقداماتو خبرې کوي؛ چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وویل؛ په هرات کې له یوې ښځې سره د تشدد وروستۍ پیښې حکومت ته سخت ټکان ورکړی او دغه کړنه یې یو غیر انساني او وحشیانه عمل بللی.

صدیقي د شنبې په سهار په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې؛ د کورنیو چارو وزیر پولیسو ته امر کړی چې؛ د پیښې اصلي عامل په یوه ورځ کې ونیسي:

"د کورنیو چارو وزارت په داسې حال کې چې د دې عمل له پېښېدو په شدت متاثره دی؛ له میرمن ستاره او کورنۍ سره یې د خواخوږۍ ترڅنګ هغوی ته ډاډ ورکوي چې؛ د دې پیښې د تعقیب لپاره به له ټولو شته امکاناتو کار واخلي او د دې کار عامل به ډېر ژر ونیول شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي؛ لکه څنګه چې د هرات پولیسو په دې ارتباط دوه تنه نیولي دي او تحقیقات ترې روان دي. هیله مند یو، چې په څو ساعتونو او یا یوې ورځ کې د دې قضیې اصلي عامل ونیول شي."


چارواکي وايي، د هرات د انجیل ولسوالۍ په کارته سیمه کې له دېرش کلنې ستارې څخه یې میړه د خپلو څلور ماشومانو پر وړاندې پوزه او شونډې پرې کړي دي.

چارواکي وايي چې، د دې ښځه مېړه نشه يي و او په تېښتې بریالی شوی.

ستاره اوس ژوندی ده او په رغتون کې بستر ده.

راپورونه وايي چې، په دې وروستیو کې په افغانستان کې له ښځو سره د تاوتریخوالي پيښې زیاتې شوي دي.

په همدې ورځو کې په بغلان ولایت کې په یوې پنځلس کلنې انجلۍ باندې وسله والو کسانو جنسي تیری کړی چې؛ تراوسه یې عاملین نه دي نیول شوي.

بل خوا د افغانستان د بشري حقوقونو خپلواک کمېسیون مشرې سیما سمر له حکومت وغوښتل چې؛ په هرات ولایت کې له ستاره نومې ښځې سره د تاوتریخوالي عاملین ونیسي او په اعدام یې محکوم کړي:


"ښکاره خبره ده، دا زما له نظره له انساني کرامت سره په ټکر کې یو جرم دی؛ ځکه چې هغه د یادې ښځې پوزه او شونډې پرې کړي. دا سړی به خپله باید سخته سزا وویني. باید ونیول شي، هیڅ پلمه نه شي کیدای چې؛ هغه تښتیدلی وي، پولیس یې باید تعقیب کړي."


د شنبې په ورځ د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې هم په یادې پيښې بحثونه وشول.

ځینو وکیلانو پر حکومت تور لګاوه چې؛ له ښځو سره د تاوتریخوالي اکثره دوسیې سمې نه څیړي او عوامل یې په سزا نه رسوي.

ولسي جرګې یو پریکړه لیک هم خپور کړ چې؛ په هغې کې یې د هرات د انجیل ولسوالۍ پیښه غندلې.

په پریکړه لیک کې پر حکومت غږ شوی چې؛ د پيښې عاملین ژر تر ژره ونیسي او د قانون منګولو ته دې وسپاري.
XS
SM
MD
LG