پامیر ساحل
پامیر ساحل د ۲۰۱۰ز کال له فبرورۍ څخه د ۲۰۲۶ز کال د مارچ تر پایه له مشال راډيو سره د کار پر مهال د افغانستان، پاکستان، سیمې او نړۍ پر سیاسي، امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو چارو خبریالي کړې ده. هغه له ۲۰۲۱ز راهیسې د مشال راډيو د ووبپاڼې او ټولنیزو شبکو د مدیر یا اېډېټر په توګه دنده تر سره کړې ده او تر دې مخکې یې د مدیر او مسوول مدیر په توګه هم کار کړی دی. ساحل د مشال راډيو لپاره د اقتصادي نړۍ، جمهوریت او ټولنیزې شبکې او سختدریځي په نوم اوونیزې خپرونې او داراز، پر پښتونخوا یې د سختدریځۍ او ناامنۍ پر اغېز څلور ځانګړي مستند فلمونه جوړ کړي دي.
نوموړی د چېک جمهوریت په پراګ کې د اقتصاد له پوهنتونه په نړیوالو اړیکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) لري. پامیر ساحل د "ناارامه افغانستان (Turbulent Afghanistan)" په نوم د څېړنیز کتاب لیکوال دی او تحقیقي مقالې یې په لویو او اغېزناکو نړیوالو نړیوالو اکاډمیکو ژورنالونو کې خپرې شوې دي. پر دې پاڼه د مشال راډیو لپاره د نوموړي ټول مطالب موندلای شئ.
که غواړئ نو پر فېسبوک او اېکس (پخواني ټوېټر) یې تعقیبولای شئ.