د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان حکومت: د کاشغر- ګوادر لار نه بدلوو


د اطلاعاتو وزیر پروېز رشید وویل، بله پروژه د پاکستان خپله پخوانۍ هغه ده او دوی غواړي چې د پاکستان دننه سړکونه له یو بل سره وتړي

د پاکستان حکومت هغه اندېښنې رد کړې دي چې ګواکې د پاکستان او چین تر منځ د اقتصادي راهدارۍ پلان لپاره لار بدله کړل شوې ده. د پاکستان حکومت ویاند پروېز رشید نن له مشال راډیو سره د مرکې پر مهال وویل، پخوانی لار په هم هغه صورت کې برقراره ده او پکې هېڅ بدلون نه دی شوی. د ده په خبره، دوی یوه نوې پروژه یا پراجېکټ هم لري چې له کبله یې د ځېنو سیاسي ګوندونو مشرانو تر منځ غلط فهمي پیدا شوې ده.

د پاکستان حکومت ویاند پروېز رشید له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال وویل، دوی درې پروژې لري. لومړۍ یې د ورېښمو لار یا سړک دی، دویم د پاکستان او چین تر منځ اقتصادي راهداري ده او درېیمه یې د پېښور کراچۍ موټروې پروژه ده.

ده هغه اندېښنې ناسمې وبللې چې ګواکې حکومت له چینه تر ګوادره پورې د تلونکې لار په پروژه کې بدلون کړی دی:

((موږ درې منصوبې لرو چې کار ورباندې روان دی. یو خو زموږ پخوانۍ د ورېښمو لار د پخوا په څېر موجوده ده. یوه نوې اقتصادي راهداري یا لار چې [په شمال کې] خنجراب له ګوادر سره تړي داسې ده چې دا لار به له خیبر پښتونخوا او د پنجاب له میانوالۍ تېرېږي او د سېند تر ځېنو سیمو به غځېږي او بیا به په بلوچستان کې شاملېږي او تر ګوادره به رسي. دا د دې [راهدارۍ] اصلي لار ده. په دې کې هېڅ بدلون نه دی شوی. دا لار د پخوا په څېر برقراره ده او هم هسې به ورباندې کار کېږي.))

د اطلاعاتو وزیر پروېز رشید وویل، بله پروژه د پاکستان خپله پخوانۍ هغه ده او دوی غواړي چې د پاکستان دننه سړکونه له یو بل سره وتړي:

((له موږ سره ځېنې خپل پخواني سړکونه هم شته. موږ غواړو چې دا ټول سړکونه هم له یو بل سره وتړو چې سامان وړونکي او مساپر وړونکي ګاډي ورباندې تګ راتګ وکړي او د سیلګرۍ لپاره هم استعمال شي. پر دې ټولو لارو ډېر زیات ګاډي سفر کوي. نو په اصل کې د دې دواړو لارو [یانې د چین – پاکستان اقتصادي لار، او د پاکستان د موټروې سړکونو] په اړه ښايي غلط فهمي پیدا شوې ده. دا دواړه بالکل جلا جلا لارې دي.))

په دې وروستیو کې د پاکستان ځېنو رسنیو داسې خبرونه ورکړل چې وفاقي حکومت د چین او پاکستان تر منځ د اقتصادي راهدارۍ پخوانۍ لار بدلول غواړي او د خیبر پښتونخوا او بلوچستان پر ځای یې له پنجاب او سېنده تر ګوادره غځوي.

د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ملتپاله سیاسي ګوندونو پر دې رپورټونو د اندېښنو څرګندونه وکړه او د سې شنبې یا نهې پر ورځ ملتپاله سیاستوالانو په سېنېټ کې د دې ممکنه پروژې مخالفت وکړ.

دوی وویل، که د پروژې لپاره ټاکل شوې لار بدله شوه نو دا به د هېواد ځمکنۍ بشپړتیا له خطر سره مخامخ کړي.

د کاشغر - ګوادر لار لانجې په اړه د پښتونخوا ملي عوامي او عوامي نیشنل ګوند د سیاستوالانو دریځ دلته ولولئ.

http://کاشغر ګوادر سړک دې تر خېبر پښتونخوا او کوټې تير شي

د پاکستان مالي چارو وزارت تېر کال د مې په میاشت کې د اقتصادي سروې په نوم په یوه رپورټ کې لیکلي ول چې دا راهداري به د چین له کاشغره تر اسلام اباد، لاهور، ملتان او د سېند تر سکره پورې ځي او همدا سړک به له کراچۍ او ګوادر سره تړل کېږي.

له پروېز رشیده مې پوښتنه وکړه چې دا کومه لار ده او ایا دا هم د چین او پاکستان د اقتصادي راهدارۍ برخه ده که څنګه؟

دی وايي، دا د پاکستان موټروې ده چې له پېښوره تر کراچۍ پورې ځي. له پېښوره تر لاهوره کار پر پوره شوی، له لاهوره تر کراچۍ ورباندې کار روان دی:

((له پېښوره تر لاهوره پر [موټروې] کار بشپړ شوی دی. له لاهوره تر کراچۍ موږ ورباندې کار پیلول غواړو چې له پېښوره تر کراچۍ پورې تلونکې موټروې بشپړه شي. دا موټر به هم موږ د ورېښمو له لار سره وتړو. په دې ترځ کې له کراچۍ تر حیدر اباده پر موټروې کار روان دی او حکومت له لاهوره تر حیدر اباده د دې لپاره د ځمکې اخیستو هلې ځلې کوي. نو دا له پخوا د موجودو سړکونو د بشپړولو کار دی چې له یو بل سره وتړل شي.))

د ورېښمو لار په اړه د پاکستان حکومت ویاند پروېز رشید زیاته کړه چې پر هغې لار کار روان دی او چې دوی دا لار په پاکستان کې جوړه کړي نو بیا به له ګاونډیو هېوادونو سره ورباندې خبرې کوي او هڅه به کوي چې دا لار له افغانستان او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره هسې وتړي لکه په تاریخ کې چې موجوده وه.

XS
SM
MD
LG