د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستانی پوځ دې د قبایلي سیمو امنیت ولسي وګړو ته نه سپاري"


د پاکستان بشري حقونو کمېسیون د هغه هېواد پر پوځ انتقاد کړی دی چې ولې یې په عمومي توګه د قبایلي سیمو او په خصوصي توګه د شمالي وزیرستان اوسېدونکو ته په خپلو سیمو کې د امنیت ټینګښت ذمه واري سپارلې ده.

د پاکستان بشري حقونو کمېسیون د هغه هېواد پر پوځ انتقاد کړی دی چې ولې یې په عمومي توګه د قبایلي سیمو او په خصوصي توګه د شمالي وزیرستان اوسېدونکو ته په خپلو سیمو کې د امنیت ټینګښت ذمه واري سپارلې ده.

د پنجشنبې پر ورځ له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال د کمېشن مشرې زهرې یوسف وویل، دا د دولت او حکومت ذمه واري ده چې امنیت ټینګ کړي او دا چې دا کار د ټولنې وګړي نشي کولای:

((د بې کوره کړل شویو خلکو خپلو کلیو، کورونو ته د ستنولو په اړه موږ داسې څه پلان نه دی لیدلی چې هغوی به په خپلو سیمو کې بیا څنګه ابادول کېږي. بل دا چې د [قبایلي سیمو] اوسېدونکو ته دا دنده سپارل شوې ده چې هغه سیمې چې پوځ یې له وسله والو پاکوي، هلته به قبایل امنیت ټینګوي او په خپلو سیمو کې به وسله وال نه پرېږدي. دا کار یقیني کول به د هغو سیمو اوسېدونکو لپاره ډېر ګران وي. دا د دولت ذمه واري ده. او بل دا چې هلته د انفراسټرکچر یا بېخبنا د بیارغونې هم څه پلان نه دی خپور کړل شوی.))

زهرې یوسف دا څرګندونې هغې حکمنامې ته په اشاره وکړې چې څه موده مخکې د پاکستان پوځ او پولیټیکل انتظامیې د شمالي وزیرستان ستنېدونکو کډوالو لپاره خپره کړې وه. هغې حکمنامې ته د شمالي وزیرستان ټولنیز تړون یا معاهدې نوم ورکړل شوی چې قبایلي مشرانو ورباندې انتقادونه کړي ول.

د پاکستان یوه امنیتي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډيو ته وویل، د دې حکمنامې مقصد(( یوازې د قبایلي سیمو د خلکو مرسته تر لاسه کول دي.)) ده وویل،

د قبایلي سیمو خلک په خپلو کلیو کې پردي او مشکوکه کسان پېژني او دا چې ((د وسله والو او سختدریځو پر مخ نه وي لیکل شوي چې هغه مشکوکه کس دی.))

په اسلام اباد کې د سیاسي او دفاعي چارو پوه او د پاکستان پوځ پخوانی جنرال هم وايي، ښايي پوځ غواړي د خلکو په مرسته په شمالي وزیرستان او نورو سیمو کې امنیت ټینګ کړي:

((دا یو قبایلي دود دی چې د هغو سیمو خلکو د امنیت په لړ کې مهم کردار ترسره کړی دی. خو دا ویل چې تاسې به امنیت ټینګوئ او که په دې کې بریالي نه شوئ نو بیا به پړه د دوی په غاړه وي، نو دې حد ته د دې خبرې رسول مناسب کار نه دی. خو زما په اند، [د پوځ د دې حکمنامې] مقصد د خلکو مرسته تر لاسه کول دي. خو زه د بشري حقونو کمېشن له دې خبرې سره متفق یم چې د امنیت ټینګښت د حکومت دنده ده.))

د بشري حقونو کمېشن مشرې زهرې یوسف وویل، په قبایلي سیمو کې دې روان عملیات شفافه کړل شي او باید کره مالومات خپاره کړل شي.

نوموړې اندېښنه وښوده چې د عملیاتو پر مهال هلته ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي:

((د قبایلي سیمو مسله دا ده چې هلته خبریالانو ته د تګ اجازه نشته نو زیاتره مالوماتي مواد او مالومات یوازې پوځ ورکوي او د پوځ له خوا خپرېږي. خو چې هلته بمبارۍ کېږي او د لویې سطحې جګړه روانه ده نو په دې ډول جګړو کې بې له شکه، ولسي وګړي وژل کېږي او ژوبلېږي.))

زهرې یوسف پر پوځ غږ وکړ چې په قبايلي سیمو کې د عملیاتو پر مهال دې ولسي وګړي له مرګ ژوبلې او تاوانونو وساتي او باید د عملیاتو پر مهال د ولسي وګړو مرګ ژوبلې

رېکارډ یا رسمي اندراج وکړل شي چې حکومت یې کورنیو ته معاوضه او تاوانونه ورکړي.

د پاکستان امنیتي چارواکي د زهرې یوسف د دې خبرو په ځواب کې وویل، لومړی خو دوی پوره هڅه کوي چې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله وا نه وړي، خو که دا کار وشي نو دوی هرو مرو رېکارډ ساتي.

XS
SM
MD
LG