د یارانو مشال خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.
په نننۍ خپرونه کې مو د ملاکنډ یو داسې ځوان مېلمه کړی چې له وړوکي عمر یې د رباب غږول (ږغول) پیل کړي او نن د پښتو له نومیالیو سندرغاړو سره رباب غږوي.
بلال خان بلال د ټولنپوهنې یا سوشیالوژۍ د درېیم کال زده کوونکی دی او وايي، د رباب په غږولو د پښتو ولسي او پخوانۍ سندرې بیا ژوندۍ کوي او هڅه کوي چې د پښتو فرهنګ او کلتور لا بډایه کړي.
بلال د مشال راډیو په خپرونه کې په رباب د پښتو ژبې بېلا بېلې ترانې او سندرې غږولې دي چې تاسې یې اورېدای شئ.
خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.
-
پامیر ساحل
پامیر ساحل د ۲۰۱۰ز کال له فبرورۍ څخه د ۲۰۲۶ز کال د مارچ تر پایه له مشال راډيو سره د کار پر مهال د افغانستان، پاکستان، سیمې او نړۍ پر سیاسي، امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو چارو خبریالي کړې ده.