پامیر ساحل د مشال راډیو خبریال دی چې د سیمې پر امنیتي او سیاسي موضوعاتو رپورټونه جوړوي.
په داسې حال کې چې د روان کال تر پایه له افغانستانه ټول بهرني جنګي پوځیان ووځي، د ناټو مشر ینز سټولټنبرګ تېره ورځ په ناڅاپي سفر کابل ته ولاړ او هلته یې له چارواکو سره ولیدل.
جشن ته په استولي غږیز پیغام کې ملالې یوسفزۍ پر بهر مېشتو افغانانو او پښتنو غږ وکړ چې د خپلو بچیو تعلیم ته لومړیتوب ورکړي.
د پاکستان د سرحدي سیمو او ریاستونو (سیفران) وزیر عبدالقادر بلوڅ ویلي، په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو له کبله زېربنا یا انفراسټرکچر وران شوی دی او دا چې هلته باید هر څه له سره جوړ کړل شي.
د ملګرو ملتونو ماشومانو نړیوالې ادارې یونیسېف برتانیې څانګه په خپل تازه رپورټ کې وايي، په نړۍ کې د تاوتریخوالي له کبله په هرو پینځو دقیقو یا منټونو کې یو ماشوم وژل کېږي.
د امنیتي چارو ځینې پوهان لکه پروفیسر حسن عسکري رضوي وايي، د کنټرول پر کرښې تاوتریخوالی او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، د پاکستان د امنیت دوه مسلې روښانوي.
د پاکستان بشري حقونو کمېشن د لاهور های کورټ پر هغې پرېکړې اندېښنه ښودلې ده چې تر مخه یې د اسلام پیغمبر سپکاوي په تور د بندي عیسوۍ ښځې د مرګ سزا برقراره ساتل شوې ده.
په افغانستان کې د اداري فساد د څار او د دې ارزونې خپلواکه ګډه کمېټه وايي، د افغانستان نوی حکومت د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ((قوي اراده)) لري.
د خبریالانو ساتنې ټولنې (سي پي جې) غړی باب ډيېټڅ په خپله لیکنه کې وايي، د دوی ټولنه په نړۍ کې له هېڅ حکومته پیسې نه اخلي او د هېڅ حکومت د تګلارو د پرمختګ لپاره کار نه کوي.
په تېره څه د پاسه یوه لسیزه کې په قبایلي سیمو، خیبر پښتونخوا او د بلوچستان په پښتون مېشته سیمو کې ناامني خپره شوه چې د ټولنې د وګړو پر ژوند یې لوی اغېز وکړ.
په پاکستان کې د بشري حقونو سرغړونو زیاتېدو لاملونه څه دي؟ په هغه هېواد کې د جمهوري نظام د کمزورۍ له کبله انساني حقونه پامالېږي که نه نور وجوهات هم لري؟ د جمهوريت له پیاوړي کېدو سره د بشري حقونو ساتنه یقیني کېدای شي او که نه؟
د ګل یا دوشنبې (د سېپټېمبر ۲۹مه) پر ورځ په کابل کې د افغانستان نوي منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزي د خپلې دندې لوړه وکړه. غني د پخواني ولسمشر حامد کرزي د شاوخوا ۱۲ کلونو تر واکمنۍ وروسته لومړی جمهوري ټاکل شوی ولسمشر دی چې په سوله ییزه توګه ورته واک وسپارل شو.
د سې شنبې پر ورځ په ارګ کې د افغانستان د ملي امنیت شورا نوي مشر حنیف اتمر او په کابل کې د امریکا سفیر جېمز کنېنګم د کابل و واشنګټن تر منځ د امنیتي همکاریو تړون لاسلیک کړ.
په پاکستان کې د دوو ډلو تر احتجاجي ناستو وروسته ایا ډیموکراسي کمزورې شوې ده او که نه؟ په هغه هېواد کې د جمهوري اقدارو د نه پیاوړي کېدو وجوهات څه دي؟ د پاکستان سیاسي ګوندونه ایا په ریښتینې مانا جمهوري دي؟ د پاکستان په
د پاکستان د بشري حقونو کمېشن مشرې زهرې یوسف د شمالي وزیرستان د عملیاتو له کبله د لکونه خلکو په بې کوره کولو خپګان وښود خو دا یې هم وویل چې د وسله والو پر ضد عملیات ضروري ول.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي د خپلې وینا پر مهال وویل، روان کال د ملګرو ملتونو د چارټر د اصولو له نظره بد کال وو.
د پاکستان وزیراعظم میانواز شریف د سې شنبې پر ورځ د افغانستان نوي ټاکل شوي ولسمشر اشرف غني او د ولسمشرۍ بل نوماند عبدالله عبدالله ته ټیلي فون وکړ.
هر کال د سېپټېمبر میاشتې د درېیمې اوونۍ د نهې یا سې شنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي جرګې یا جنرل اسمبلۍ نړیواله غونډه پیلېږي چې پکې د ملګرو ملتونو د غړو ټولو هېوادونو استازي موجود وي.
امریکايي ولسمشر باراک اوباما وویل، چې، اسلامي دولت وسله واله ډله نه اسلامي ده او نه دولت، بلکې دا یوه ترهګره ډله ده
په پاکستان کې د اګست میاشتې له نیمايي راهیسې د تحریک انصاف او عوامي تحریک مشرانو احتجاجي ناستې روانې دي. عمران خان او طاهر القادري دواړه د وزیراعظم نواز شریف د استعفا غوښتنه کوي او په نظام کې د بدلون خبره کوي.
موږ له تېرو شاوخوا څو کلونو راهیسې په قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو په اړه اورو. په دې ترځ کې په پاکستان کې بېلا بېلې کمېټۍ او کاري ډلې لکه د قبایلي سیمو د اصلاحاتو کمېټي، د قبایلي سیمو د اصلاحاتو لپاره د سیاسي ګوندونو ګډه کمېټي،د قبایلي سیمو د همغږۍ کمېټي
نور وښیئ