د لاسرسي ځای

تازه خبر

'که افغان پوځ وسایل ولري نو د هېواد ساتنې وړتیا لري'


په کابل کې د امنیتي او دفاعي چارو پوه نور نواز پیاوړی وايي، افغان پوځیان دا مورال لري چې د بهرنیو ګواښونو مخنیوی او د هغوی مقابله وکړي خو ستونزه دا ده چې دوی کافي وسایل نه لري

د سېشنبې په شپه امریکايي ولسمشر باراک اوباما ولس ته د کلنۍ وینا پر مهال وویل، دوی په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت پای ته رسولی. د ده په خبره، افغان ملي امنیتي ځواکونه اوس دا وړتیا او توان لري چې د خپل هېواد امنیت وساتي. ایا واقعاً داسې ده؟

په کابل کې د امنیتي او دفاعي چارو پوه نور نواز پیاوړی وايي، افغان پوځیان دا مورال لري چې د بهرنیو ګواښونو مخنیوی او د هغوی مقابله وکړي خو ستونزه دا ده چې افغان ملي امنیتي ځواکونه کافي وسایل نه لري. لکه د افغانستان هوايي ځواک جنګي الوتکې نه لري او ځمکنی ځواک یې له درنې وسلې بې برخې دی:

((د افغانستان اردو ځېنې شیان نه لري. [د بېلګې په توګه] هوايي قوه نه لري، توپچي قوه نه لري، زېر پوشه ټانکونه او [داسې نور] شیان نه لري. هغه درانه وسایط چې د جنګ په برخه کې تعرضي شکل لري، هغه نه لري. د دښمن قوي مورچې، ډبرینې [مورچې]، ژور ځایونه هغه په سپکه وسله له منځه نه ځي. دغه درنه وسله چې اردو ته ورسول شي نو انشا الله اردو به د خپلو سرحداتو په ساتنه کې کامیابه شي. دا اوس هم تاسې په جریان کې یاست چې د [کونړ] په دانګام ولسوالۍ کې زموږ عملیات سرته ورسېدل. که څه هم وخت په تېر شو، خو پوځ خپل ځایونه تر لاسه کړل، منطقې یې [له وسله والو] خلاصې کړې.))

په کابل کې د دفاعي چارو پوه او پخوانی جنرال امر الله امان هم وايي چې افغان ملي ځواکونه وسلې او نور جنګي او غیر جنګي وسایل نه لري.

د ده په خبره، په تېرو ۱۳ کلونو کې افغان مشرتابه په دې کې بریالی نشو چې له نړیوالو غوښتنه وکړي چې له افغانستان سره خپلې کړې ژمنې پوره کړي:

((د افغان بچیان، که په لاس کې نوې ټېکنالوژي ولري او که یې و نه لري، دوی د مور وطن [لپاره] قربانۍ ته حاضر دي. اما انسان د دې لپاره نه دی پیدا چې دی په خپله ارزو کې مرګ ولري. دی باید د ډېر ښه ژوند ارمان ولري. خو متاسفانه د کرزي ۱۳ کلن حکومت او چې اوس اشرف غني ته پاتې دی، هغه درسته رهبري ونکړه. نړیوالو هېوادونو چې تعهدونه ورکړي ول، متاسفانه د نه رهبرۍ له کبله دغه شی شو چې دوی ونشول کولای چې هغه تعهدونه یې د افغانستان خلکو ته عملي کړي وای.))

امریکايي ولسمشر باراک اوباما ولس ته په خپله وینا کې دا هم ویلي ول چې بهرنیو ځواکونو افغان ملي امنیتي سرتېري روزلي دي. د امنیتي چارو پوه نور نواز پیاوړی زیاتوي، دا ریښتیا خبره ده چې افغان پوځیان په ښه ډول روزل شوي دي.

خو پخوانی جنرال امر الله امان پر دانګام ولسوالۍ د وسله والو حملې او د افغان ځواکونو د غبرګون په مثال ورکولو سره وايي، د افغانستان ځمکنی حالت داسې دی چې غرونه، ځنګلونه او دښتې لري نو ځکه د سرتېرو د لا نورې روزنې او په تېره بیا د وسلو او نوې ټېکنالوژۍ اړتیا ده که نه اندېښنې موجودې دي چې د دانګام په څېر د پېښو تکرار ښايي د افغان ملي اردو د سرتېرو زیاتې مرګ ژوبلې لامل شي.

ملګرو ملتونو هم په خپل وروستي رپورټ کې تېر کال په افغانستان کې د ملي پوځ او ملي اردو لپاره یو له تر ټولو خونړیو کلونو بللی وو او ویلي یې ول چې تېر کال په هغه هېواد کې د ناامنیو، نښتو او تاوتریخوالي په نورو پېښو کې شاوخوا ۴۰۰۰ سرتېري ووژل شول.

XS
SM
MD
LG