د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان سرکار دې په دارځړونه زغرده ودروي'


دا ډېره شرمناکه ده چې پاکستان [د پېښور سکول برید] په غبرګون د وژنو سلسله پیل کړه. ایمنسټي انټرنیشنل د تېر کال ډېسېمبر دې [برید راهیسې] په پاکستان کې پر دار د ځړولو ۱۴۰ پېښې ثبت کړې دي.

د پنجشنبې یا زیارت پر ورځ د بښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) د پاکستان څانګې څېړونکې سلطانې نون مشال راډیو وویل، دا شرمناکه ده چې پاکستاني حکومت د وژنو عمل بیا پیل کړی:

((دا ډېره شرمناکه ده چې پاکستان [د پېښور سکول برید] په غبرګون د وژنو سلسله پیل کړه. ایمنسټي انټرنیشنل د تېر کال ډېسېمبر دې [برید راهیسې] په پاکستان کې پر دار د ځړولو ۱۴۰ پېښې ثبت کړې دي.))

سلطانې نون وویل، د بښنې نړیوال سازمان په پاکستان کې د مرګ پر وروستیو سزاګانو درې لویې اندېښنې لري. یوه دا چې په هغه هېواد کې تورن شوي کسان ((منصفانه مقدمو)) ته لاسرسی نه لري او پولیس اکثر د تشدد کولو له لارې له مشکوکه کسانو د ((جرمونو اعترافونه)) اخلي.

دویم، په پاکستان کې د مرګ په خونو کې ډېر داسې بندیان شته چې د مقدمې پر وخت یې عمر له ۱۸ کلونو کم وو. او بل دا چې حکومت خلک بې لارې کوي چې ګواکې د مرګ له سزاګانو سره د ترهګرۍ او نورو جنایتونو مخنیوی کېدای شي.

د پنجشنبې یا زیارت پر ورځ د پاکستان دولتي ټيليوېژن وویل، په پانسي شویو اووه کسانو کې درې هغه بلوڅان ول چې په ۱۹۹۸ز کال کې یې د پاکستان هوايي شرکت (پي ای اې) الوتکه تښتولې وه او د هغې الوتکې پیلوټ ته یې ویلي ول چې الوتکه هند ته بوځي.

د شهسوار بلوڅ، صابر رند او شبیر رند په نوم د دې درې کسانو د رحم غوښتنلیکونه یا درخواستونه رد کړل شوي ول.

دې درو کسانو په ۱۹۹۸ز کال کې له پاکستانه غوښتنه کړې وه چې د بلوچستان په چاغي سیمه کې دې د اټومي وسلو ازموینې نه کوي.

د سیاسي مخالفانو د وژنو په اړه د بښنې نړیوال سازمان پاکستان څانګې څېړونکې سلطانې نون وویل، په پاکستان کې د جنرال ضیا الحق د واکمنۍ له وخته، د مرګ سزا د سیاسي مخالفانو د غږ خاموشه کولو لپاره کارول شوې ده.

دې وویل، په بلوچستان کې له مودې راهیسې د بشري حقونو سرغړونې کېږي:

((یقیناً په بلوچستان کې د بشري حقونو سرغړونې په تسلسل روانې دي. دا هغه صوبه ده چې پکې د بشري حقونو سرغړونې پټول کېږي او حکومت د دې سرغړونو د ازادانه پلټنو کولو عمل ډېر ګران کړی دی. د درې بلوڅ سیاسي مخالفانو [د پانسي کولو] موضوع هم باید وپلټل شي.))

سلطانې نون پر پاکستاني حکومت غږ وکړ چې په سمدستي توګه دې د مرګ پر سزاګانو عمل ودروي او په عدالتي نظام کې دې اصلاحات راولي.

په دې اړه مې په بیا بیا د پاکستان اطلاعاتو له وزیر پروېز رشید سره رابطه وکړه خو د هغه دریځ په مالومولو کې بریالي نشوم.

XS
SM
MD
LG