د لاسرسي ځای

تازه خبر

مېرکل او اولاند پوټین ته د اوکراین سولې نوی پلان وړاندې کوي


برلېن - د جرمني وزیراعظمه انګېلا مېرکل او د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند نن د روسیې ولسمشر ولادمیر پوټین ته د اوکراین سولې نوی پلان وړاندې کوي.

دواړو مشرانو د پلان په اړه د پنجشنبې یا زیارت پر ورځ ورځ له اوکرایني ولسمشر پېترو پوروشېنکو سره خبرې وکړې.

د پلان په اړه هېڅ مالومات نه دي په ډاګه کړل شوي خو پوروشېنکو وايي، نوی پلان په ختیز اوکراین کې ((د اوربند تمې پیدا کوي.))

په هغه سیمه کې د روسي پلویو بېلتونپالو او اوکراینیو ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده چې پکې د تېر کال اپرېل میاشت راهیسې له ۵۳۵۰ څخه زیات کسان وژل شوي دي.

تر دې مخکې، تېره ورځ پېترو پوروشېنکو او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په کییف کې خبرې وکړې.

کیري وویل، واشنګټن د ډېپلوماسۍ ملاتړ کوي، خو دا چې له پولې د روسي ټانکونو او سرتېرو اوکراین ته په اوښتو هم ((سترګې نه پټوي.))

کیري وویل، امریکايي ولسمشر باراک اوباما به ژر پرېکړه وکړي چې له بېلتونپالو سره د جګړې لپاره اوکراین ته وسلې ورکړي او که څنګه؟

مسکو وايي، که امریکا کییف ته وسلې واستولې نو دا به امنیت ته ګواښ وبولي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG