د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان او پاکستان د پاریس مجلې پر دفتر برید غندلی


پراګ - افغان ولسمشر اشرف غني په پاریس کې د چارلي هېبدو په نوم د مجلې پر دفتر ((د ترهګر برید)) په ((کلکه)) غندنه کړې ده.

د پنجشنبې یا زیارت پر ورځ د ولسمشر له دفتره په خپور شوي بیان کې راغلي، د ((بې دفاع او ملکي وګړو وژل یو بشپړ وحشیانه عمل دی.))

بیان وايي، د داسې کار لپاره هېڅ دلیل نشي ورکول کېدای.

د چارشنبې پر ورځ د مجلې پر دفتر په وسله وال برید کې ۱۲ کسان ووژل شول او ګڼ ژوبل شول.

بیان وايي، اشرف غني ترهګري د نړۍ او سیمې هېوادونو لپاره ګډ ګواښ بللی او وايي، پر ضد یې باید جدي مبارزه وشي.

ولسمشر اشرف غني د وژل شویو او ژوبلو له کورنیو سره خواخوږي وښوده.

هلته د پاکستان بهرنیو چارو وزارت هم په یوه بیان کې د پاریس ((د وژونکي برید غنده کړې ده.))

بیان زیاتوي، پاکستان د هر ډول ترهګرۍ مخالفت کوي او د فرانسې له ولس سره په غم کې شریک دی.

بلې خوا ته رپوټونه وايي ، په فرانسه کې د پروني برید یوه مشکوک کس ځان پولیسو ته سپارلی دی.

دا تر هغه وروسته ده چې پولیسو درې داسې کسان مالوم کړل او د هغوی عکسونه یې خپاره کړل چې ښايي په دې برید کې ککړ ول.

تسلیم شوی کس ۱۸ کلن دی او حامد مراد نومېږي. پولیسو د دوو نورو هغو کسانو په لټه کې دي چې سره وروڼه دي. په دوی کې یو سعید دی چې ۳۲ کلن دی او بل شریف کواشي نومېږي چې ۳۴ کاله عمر لري.

د پولیسو په وینا، داسې فکر کېږي چې درې واړه کسان د فرانسې تابعیت یا شهریت لرونکي دي خو رېښې یې شمالي افریقا او منځني ختیځ ته رسېږي.

برید په پاریس کې د یوې داسې مجلې پر دفتر وشو چې طنزیه مواد خپروي.د برید پر مهال د مجلې کارکوونکو اوونیزه غونډه کوله.

په وژل شویو کې اته خبریالان او دوه پولیسان شامل دي.

تر پېښې وروسته ولسمشر فرانسوا اولاند نن په ټوله فرانسه کې د ماتم اعلان کړی دی.

تر برید وروسته ګڼو فرانسویانو په هېواد کې د وژل شویو په ویر لاریونونه وکړل. په ځېنو نورو هېوادونو کې هم د دې برید د غندنې په موخه خلکو شمې بلې کړې او لاریونونه یې وکړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG