نجيب عامر د افغانستان او پاکستان په اړه رپورټونه جوړوي. هغه اوونیزې خپرونې وړاندې کوي چې پکې "د مشال راډیويي مجله" او "د مشال په نوم" هم شاملې دي.
د چین او پاکستان ترمنځ د اقتصادي لویې لارې پروژې په پاکستان کې ډېری خلک دې ته هڅولي دي چې چینايي ژبه زده کړي، څو په دغه لویه پروژه کې ځان له کار روزګار وموندلی شي.
جنګونو او مساپرۍ افغان لیکوالان خواره واره کړل. ځینې یې په امریکا کې هم ژوند کوي دوی وايي زړونه یې دلته او روحونه یې په افغانستان کې دي. د مشال همکار نجیب عامر سره د خبرو پر مهال دوی زیاته کړه چې شپه او ورځ د وطن د سوکالۍ فکرونه کوي او که ځینې خنډونه یې له مخې لرې شي نو ستنېدو ته تیار دي. نور په دې
کمعقل خپل پردي کوي ژړا راځینه
سندرغاړی شوکت عزیز د جنوبي وزیرستان د واڼې اوسیدونکی، شعر لیکي او سندرې وايي. دی اوس مهال ۲۷ کلن دی او د ټولنیزو رسنیو له لارې خپلې سندرې اولس ته رسوي.
د مجلې دا ګڼه مو د پښتو موسیقۍ د غزل د شهنشا استاذ خیال محمد ژوند او فن ته ځانګړې کړې ده.
فضل مومند د پېښور د موندو د تپې د ادیزو اوسیدونکی دی. نوموړی له تېرو څو لسیزو راهېسې په خلیجي هیوادونو کې د مساپرۍ شپې ورځې سبا کوي. نوموړی دا مهال د سعودي عرب په جده کې په کار بوخت دی.
د مشال راډیويي مجلې په دې ګڼه کې مو د صوابۍ د مرغز سیمې د یو خوږ ژبي شاعر فجي ګل سره د هغوي په ژوند او کار خبرې کړې دي.
د مساپرو ګړۍ په دوهمه خپرونه کې مو له ( کویته ) خان اپریدی او له ( سعودي عربه) مهربان افغان مېلمانه دي.
په لومړۍ خپرونه کې له ملېشیا نه فیصل خان او د سعودي عرب نه نور رحمان داوړ مېلمانه وو. دوی دواړه ۲۸ کلن دي او له تېرو څو کلونو راهیسې د مساپرۍ ژوند کوي.
غزالې په مرکه کې اې بي سي ټیلېوېژن ته وویل، ډونلډ ټرمپ د قربانۍ په ارزښت نه پوهېږي. دې وویل، ځکه غلې ولاړه وه چې له درده ځورېده، د هغې درد ټولې امریکا حس کاوه خو ((خدایزده ولې ټرمپ احساس نه کړ.))
د افغانستان او پاکستان حکومتونه د بې باورۍ په فضا کې د یو بل سره د همکارۍ او د سولې د راوستلو لپاره هلې ځلې کوي.
د مشال راډیويي مجلې په تازه ګڼه کې په دوبۍ کې د ادبي هلو ځلو په اړه مو هلته مېشت د یو افغان لیکوال او شاعر اسلام ګل شېرزاد سره خبرې کړې دي.
د مشال راډیويي مجلې په تازه ګڼه کې اورئ چې په مومندو کې پنځلس کاله پس په یو کلي کې مشاعره وشوه. د افغانستان حکومت وايي په ایف ایمراډیو ګانو د زمزمو مخه څوک نشي نیولی. د یو پخواني سندرغاړي فضل واحد استاذ خبرې هم اورئ چې د سندرو زرګونه پټې یې په خپل وخت خپرې شوې دي.
د افغانستان حکومت د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار سره روغې جوړې ته نږدې شوی خو د افغانستان یو شمېر مېرمنې او ددوی ټولنې وايي حکومت له پکار دي چې د وسله والو ډلو سره د هرې معاملې پر مهال له هغو دا ضمانت وغواړي چې د مېرمنو حقونو ته به پاملرنه کوي
استاذ فضل ربي د خپل وخت ستر هنرمند و چې زړه راښکونکی غږ یې اوس هم په زړه منګولې ښخوي، خو اوس زمونږ په منځ کې نشته. کلونه وشول چې فضل ربي استاذ د فاني نړۍ سره مخه ښه کړي، خو د سندرو مینه وال یې لا هم یادوي.
د خوست ولایت چارواکي وايي، چې په یاد ولایت کې د للمي او وچو ځمکو د ابادولو لپاره د اوبو د کانالونو، ویالو او سربندونو اړتیا تر ټولو ډېره ده.
د هند په ناګپور کې، د افغانستان او ویسټ انډیز ترمنځ د مارچ په ۲۷ مه د کرکټ خوندوره لوبه ترسره شوه. که څه هم د دواړو ټیمونو پرتله کول ناشوني دي ځکه چې ویسټ انډیز په روان جام کې خپلې ټولې لوبې ګټلې او افغانستان بایللي خو بیا هم افغان لوبډلې ښه لوبه وکړه.
د مشال په نوم خپرونه کې اوریدونکي په بیلابیلو موضوعاتو پیغامونه ثبتوي او موږ ورته ځواب وایو. که تاسو هم پیغام راستولی وي نو خپرونې ته غوږ شئ.
د مشال راډیويي مجلې ته ښه راغلاست. دا اونۍ په خپرونه کې د افغانستان او پښتونخوا د کلتوري او ادبي هلو ځلو په اړه معلومات ، خبرونه، راپورونه او مرکې مو درته برابر کړي دي.
په چارسده کې پر باچاخان پوهنتون له برید نه پس د پاکستان د پوځ ویاند وویل په برید کې څلورو وسلوالو برخه اخیستې وه، څلور واړه وژل شوي او دوی پوره معلومات لري چې دوی څوک وو ؟ څنګه یې برید ترتیب کړ؟ او د چا په اشاره یې دا هرڅه وکړل؟
نور وښیئ