د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ ته د برید تر شا کیسه معلومه ده ؟


Photos of Attack on Bacha khan University
Photos of Attack on Bacha khan University

پراګ: په چارسده کې پر باچاخان پوهنتون له برید نه پس د پاکستان د پوځ ویاند وویل په برید کې څلورو وسلوالو برخه اخیستې وه، څلور واړه وژل شوي او دوی پوره معلومات لري چې دوی څوک وو ؟ څنګه یې برید ترتیب کړ؟ او د چا په اشاره یې دا هرڅه وکړل؟ عاصم باجوه دا هم وویل چې دوی کافي شواهد او معلومات راټول کړي چې په تناظر کې یې دوی پلټنې کوي خو په دې اړه یې رسنیو ته نور معلومات ورنکړل.

د پاکستان سرلښکر جنرال راحیل شریف د یو زخمي تپوس کوي
د پاکستان سرلښکر جنرال راحیل شریف د یو زخمي تپوس کوي

د پاکستان سرکاري رسنیو د پنجشنبې په ورځ وویل، پولیسو د چارسدې په ځینو کلیو کې د چاپو پرمهال له شلو زیات کسان ګرفتاره کړي او پلټنې یې ترې پیل کړي دي. همدارنګه د سوات په قمبر کې یو مهم ترهګر نیول شوی او ۴۳ تنان نور بیا په کوهاټ کې نیول شوي دي.

هلته په اسلام اباد کې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند قاضي خلیل الله د پنجشنبې په ورځ وویل دوی به د تحقیقاتو له بشپړولو وروسته پر یاد پوهنتون د برید کونکیو او د هغوی لپاره د اسانتیاوو د برابرونکیو خلاف اقدامات کوي.

خو برید کونکي وژل شوي او د برید پړه تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخیستې ده، نو په داسې کې د پاکستان حکومت او په ځانګړي ډول پوځ څه ذمه وارۍ لري او څه باید وکړي ؟

د پاکستان د سیاسي چارو کارپوه سید طلعت مسعود وايي خبره واضحه ده چې برید تحریک طالبان پاکستان کړی او پر سکول یا پوهنتون برید دوی ځکه کوي چې یو خو دا اسان هدفونه دي او بل دا چې له دې لارې طالبان د نړۍ توجه ځان ته اړول غواړي. دی زیاتوي :

« اصلا خبره داده چې تر څو په ټول ملک کې حالات ښه شوي نه وي، تر څو د ورانکارو پټنځایونه او اډې په بشپړ ډول تبا کړای شوي نه وي، دا ممکنه نه ده چې د هر پوهنتون یا مکتب په وړاندې دې امنیتي سرتیرې ودرول شي، چې ګواکې یوه د ځان ځانۍ جزیره جوړه شي، چې هلته څوک ننوتلی نشي او بریدونه به هم نه کیږي. دا کار ناشونی دی ، پاکستان دومره وسایل هم نه لري. »

د هند او پاکستان ترمنځ د واهګا پوله
د هند او پاکستان ترمنځ د واهګا پوله

طلعت مسعود زیاتوي هسې خو په جنګ کې هرڅه ممکن دي ، خو په دې خبره کې وزن نه ښکاري چې ښايي هند به تحریک طالبان ته د داډول بریدونو لپاره پیسې ورکړې وي.

ضروري نه ده چې هند دې ورته ددې کار لپاره ویلي وي. طالبان پخپله هم د پاکستان دښمنان دي. »
طلعت مسعود

« تحریک طالبان ته د پیسو ورکولو ضرورت نشته ، هغوی پخپله هم دا ډول کارویانې کوي. هغوی پخوا هم دا ډول کارونه کړي. ضروري نه ده چې هند دې ورته ددې کار لپاره ویلي وي. طالبان پخپله هم د پاکستان دښمنان دي. »

پاکستاني کارپوهان وايي د افغانستان او پاکستان ترمنځ وسله وال تګ راتګ کوي نو څومره ممکنه ده چې که په یوه لوري کې برید ترسره کیږي نو د بل لورې د وسلوالو مرسته به ورته حاصله وي؟ د سیاسي چارو شنونکې عایشه صدیقه وايي :

« لا خو تحقیقات روان دي ، پولیس او امنیتي ادارې چې څه ووايي نو خبره به واضحه شي. تر اوسه خو پاکستان همدومره ویلي چې برید کونکیو افغان سیمکارت کارولی، ددې مانا دا نه ده چې برید کونکي له افغانستانه راغلي وو. »

عایشه صدیقه وايي د پاکستان پوځ به وايي چې ضرب عضب د ترهګرو خلاف ډیرې بریاوې لاس ته راوړي او طالبان یې کمزوري کړي دي، خو خبره داده چې طالبان لا ختم شوي نه دي او هغوی دا ډول بریدونه کوي.

د پوځ عملیاتو دومره وکړه چې وسله وال اوس سخت هدفونه نه په نخښه کوي ، خو د اسانو هدفونو ساتنه به نور کړاو هم غواړي
عایشه صدیقه

عایشه صدیقه هم دا خبره کوي چې پاکستان دومره وسایل نه لري چې د وسلوالو له بریدونو د سکولونو ، کالجونو او پوهنتونونو ساتنه وکړي. نوموړې وايي د پوځ عملیاتو دومره کړي چې وسله وال اوس سخت هدفونه نه نخښه کوي ، خو د اسانو هدفونو ساتنه به نور کړاو هم غواړي. نو ایا پر اسانو هدفونو طالبان ځکه بریدونه کوي چې د ضرب عضب عملیاتو غچ واخلي ؟ د ځواب لپاره یو ځل بیا عایشه صدیقه :

« نه د غچ خبره نه ده ، دا یو جنګ دی او دې ته دا نوم نشي اخیستل کیدای . خبره داده چې جنګ روان دی، طالبان پر ریاست قبضه کول غواړي او ددې جنګ په لړ کې ظاهره ده دوی بریدونه کوي. نو دې ته د غچ یا بدا اخیستو نوم نشي ورکول کیدای. »

عایشه صدیقه وايي حکومت اوس مهال د تحریک طالبان سره خبرې نه کوي او پخوا یې چې کولې هم نو موخه یې دا وه چې له دې لارې له طالبانو یو شمیر خلک د حکومت لورې ته واړول شي. او هغوی د حکومت خلاف له بریدونو کولو منع کړای شي، خو اوس د طالبانو په لیکو کې هغه کسان پاتې دي چې هغوی جنګ ته فوقیت ورکوي.

XS
SM
MD
LG