د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوس خلک چینايي ژبه زده کوي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د چین او پاکستان ترمنځ د اقتصادي لویې لارې پروژې په پاکستان کې ډېری خلک دې ته هڅولي دي چې چینايي ژبه زده کړي، څو په دغه لویه پروژه کې ځان له کار روزګار وموندلی شي.

د پاکستان ټوډی ورځپانه لیکي چې د پنجاب صوبې په شپږو ضلعو کې د تخنیکي زدکړو او مسلکي روزنو اداره TEVTA د زدکونکیو لپاره د چینايي زدکړو ویړیاکورسونه پرانیستي دي.

د پېښور پښتو اکاډمۍ پخوانۍ مشره سلما شاهین
د پېښور پښتو اکاډمۍ پخوانۍ مشره سلما شاهین

پاکستان وار له مخې د سیمې هیوادونو ته په لویه پیمانه کارګران لیږي او د یادې ادارې لخوا د چینايي زدکړو د ښودلو موخه هم دا ده چې د چین په لوی مارکیټ کې د پاکستاني کارګرانو لپاره ځای پیدا کړل شي. خو پوښتنه داده چې ایا چینايي ژبه داسې په اسانه زده کېدای هم شي او کنه؟

چینایان به هغو خلکو ته کار ورکوي چا له چي د هغوی ژبه ورځي
سلما شاهین

سلمی شاهین د پېښور د پښتو اکاډمۍ پخوانۍ مشره چې کلونه مخکې د لیکوالو په یو پلاوي کې چین ته تللې وه او په راستنیدو یې په اردو ژبه ( زړه او سترګې په چین کې ) په نوم یوه سفر نامه هم لیکلې وه، وايي دا کار ناشونی نه دی.

« دا کار به ځکه اسانه وي چې دوی ورته سهولتونه ورکوي. چینایان او پاکستانیان به دغه اسانتیاوې برابروي. د یو پروګرام د لاندې دا کار شروع شوی، ګینې هېڅ بې هېڅه خو پاکستاني هلکان او نجونې چیني ژبه نه زده کوي. چینایان به هغو خلکو ته کار ورکوي چاله چي د هغوی ژبه ورځي»

پښتو سندرې مې خوښې دي، خو پوره مانا ترې نشم اخېستی
سوهانګ چې پښتو نوم یې زرینه دی

سلما وايي چینایان د پښتو ژبې سره علاقه لري. دا له دې هم جوته ده چې د چین نړیواله راډیو هم له ډېرې مودې راهیسې په پښتو ژبه خپرونې کوي. سوهانګ یوه چینایۍ ده چې نوموړې راډیو کې کار کوي، د هغې پښتو نوم زرینه دی، راته یېپه پښتو ژبه داسې وویل:

« په ۲۰۰۸ م کال کې د چین د رسنیو په پوهنتون کې شامله شوم. ما له هماغه وخته د پښتو ژبې پر زدکړو پیل کړی. استاذان مو هغه چینایان دي چې پښتو یې زده ده. په راډیو کې د چیني او پښتو ژبو ترمنځ ترجمه کوم. پښتو سندرې مې خوښې دي، خو پوره مانا ترې نشم اخېستی.»

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال زردشت شمس
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال زردشت شمس

بل پلو، د چین هیواد د نړۍ په اکثرو هیوادونو کې د چینايي ژبې د زدکړو لپاره کنفیوشس په نامه سنټرونه هم لري. په کابل او اسلام اباد کې هم دغه مرکزونه شته چې همدا اوس پکې زدکونکي پر زدکړو بوخت دي. د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین زردشت شمس وايي په کابل پوهنتون کې د چینايي ژبو مرکز فعاله دی.

د یو کال په بهیر کې به ۱۵۰۰۰ نور زدکونکي پر چینايۍ ژبه د خبرو کولو او پوهېدلو جوګه شي
عرفان قیصر شېخ

« د کابل پوهنتون په چوکاټ کې د چین لخوا یو مرکز جوړ شوی دی چې د علمي او تعلیمي فعالیتونو ترڅنګ فرهنګي فعالیتونه هم ترسره کوي. د دغه مرکز هدف هم دادی چې د افغانستان او چین ترمنځ فرهنګي اړیکو ته وده ورکړل شي. »

په لاهور کې د تخنیکي زدکړو او مسلکي روزنو د ادارې TEVTA مشرعرفان قیصر شیخ نپاکستان ټوډی ورځپاڼې ته ویلي تر اوسه ۴۰۰۰ ځوانانو او پېغلو د دوی له ادارې نه چینايي ژبه زده کړې او د یو کال په بهیر کې به ۱۵۰۰۰ نور زدکونکي هم پر چینايۍ ژبه د خبرو کولو او پوهېدلو جوګه شي.

پښتو اکاډمي پېښور
پښتو اکاډمي پېښور

نوموړی زیاتوي چې دغه زدکونکي په اسانه د چین ـ پاکستان اقتصادي پروژې د چینايي کمپنیانو سره کار پیلولی شي.

د پېښور پوهنتون د سیمه ایزو مطالعاتو مرکز مشر ډاکټر بابرشا وايي دوی سره د چین حکومت د چینايي ژبې د زدکړو د یو مرکز د پرانیستو لپاره مرسته کړې ده:

« د چینايي ژبې د زدکړو پروګرام به په میاشت دوه کې پیل شي. موږ به ډېر زر د چین په مرستو د دغه مرکز افتتحاح وکړو. »

ډاکټر بابر شا وايي د چین حکومت د پېښور پوهنتون سره د یو کروړ روپو مرسته هم کړې ده چې د چینايي ژبو مرکز دې پرانیزي او دا کار به په نږدې راتلونکې کې ترسره شي.

عمران یو افغان ځوان دی او په چین کې لوړې زدکړې کوي. دی وايي چینايي ژبه اسانه نه ده خو دوی زده کړېده :

« که یو تکړه پښتون ځوان وي، د شپږو میاشتو نه نیولې تر یوه کاله پورې وخت کې چینايي ژبه زده کولی شي. ما په خپله هم دغه ژبه په ډېره کمه موده کې زده کړې او اوس دادی په پوهنتون کې پرې لوړې زدکړې کوم. »

د چینايي او پښتنو پوهانو په مرسته د چین او پښتو ترمنځ ډکشنري هم په کتابي او ان لاین بڼه خپره شوې ده چې زدکونکي ترې ګټه پورته کوي. چین د افغانستان او پاکستان په ګاونډ کې پروت بډایه اقتصاد لرونکی هیواد دی، نو که په لږه یا ډېره خوارۍ چینایئ ژبه زده کړل شي، نو بې ګټې به نه وي.

XS
SM
MD
LG