د لاسرسي ځای

تازه خبر

له خان اپریدي او مهربان افغان سره بنډار


فایل فوټو
فایل فوټو

د مساپرو ګړۍ په دوهمه خپرونه کې مو له ( کویته ) خان اپریدی او له ( سعودي عربه) مهربان افغان مېلمانه دي.

خان اپریدی
خان اپریدی

خان اپریدی دا مهال ۵۶ کلن دی. دی د خېبر ایجنسۍ د ادم خېلو درې اوسیدونکی دی او له تېرو څو لسیزو راهیسې په کویت کې د مساپرۍ شپې ورځې سبا کوي. خان وايي کله یې هم داسې فکر نه و کړی چې په مساپرۍ کې به دومره ډېر وخت تېروي خو کیسه پسې اوږده شوه او دادی اوس هم له ښکلي خېبره لرې دی.

خان اپریدی وايي خوشاله دی چې ځان یې کړاو ته سپارلی خو هلته په پښتونخوا کې یې کورنۍ د ارامۍ او سوکالۍ ژوند تېروي.

نوموړی په ورزش مین دی او وايي هره ورځ د سمندر په غاړه اته کیلومیټره قدم وهي چې له دې سره یې صحت ښه پاتې کېږي او له بیماریو لرې وي.

مهربان افغان
مهربان افغان

مهربان افغان د پکتیا ولایت اوسیدونکی دی، خو د جنګونو له کبله یې کورنۍ ډېره پخوا خېبر پښتونخوا ته کډه شوې وه. دی په پاکستان کې زوکړی او بیا کلونه وړاندې سعودي عرب ته د خوارۍ مزدورۍ لپاره مساپر شوی دی. مهربان افغان وايي ښکلي پکتیا ته د مېلمه په حیث تللی، خو د دایمي استوګنې لپاره تګ یې هېڅکله نصیب شوی نه دی.

مهربان افغان وايي دا چې دی مساپر دی او په پاکستان کې د خپلې کورنۍ سره اقتصادي مرسته کوي نو کورنۍ یې خوشاله ژوند تېروي. د خان اپریدي او مهربان افغان سره د نجیب عامر بنډار دلته اورېدلی شئ:

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:52:55 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG